امریکائي پوځیان دې له عربستانه بیرته وګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89226-امریکائي_پوځیان_دې_له_عربستانه_بیرته_وګرځي
د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې ګواښ کړی ؤ چې که عربستان د تیلو دنړیوالې بیّې د کمیدا لپاره کوم فکر ونه کړي ، نو له دغه هیواده به د تیلو د وارداتو لپاره ټيرف وضع کړي ،خو دغه ګواښ عملی شوی نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2020 08:41 Asia/Kabul
  • امریکائي پوځیان دې له عربستانه بیرته وګرځي

د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې ګواښ کړی ؤ چې که عربستان د تیلو دنړیوالې بیّې د کمیدا لپاره کوم فکر ونه کړي ، نو له دغه هیواده به د تیلو د وارداتو لپاره ټيرف وضع کړي ،خو دغه ګواښ عملی شوی نه دی .

  زمونږ خبریال د روئيټرز خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د امریکا د لوئيزیانا ایالت یوه جمهوری غواړي سناتور بیل کسیډي  په مشرانو جرګې کې  له سعودي عربستانه  د امریکائي پوځیانو  د بیرته ستنیدا بل وړاندې کړ .

بیل کسیډي پخپل دغه بیل کې وړاندیزکړی،چې ددغې مسودې له تصویبیدا دیرش ورځې وروسته  باید امریکائي پوځيان له عربستانه بیرته وبلل شي .

 هغه پخپل دغه پلان کې،له عربستانه د ټاډ او پيټریاټ توغندوي ضددفاعي سسټم د ویستلو هم غوښتنه کړې ده .

 داپه داسې حال کې دي چې  دوو نورو سناتورانو هم  له دې مخکې  په یوه  ورته بل کې   په دوو میاشتو کې  له عربستانه د امریکائي پوځیانو او هم د توغندوي ضد دفاعي سسټمونو  د ویستلو غوښتنه کړې وه .

بیل کسیډي  په دغه بل  کې  له عربستانه د تیلو پر وارداتو د ټیرف  دو ضع کولو په وړاندیز سره  خبرداری ورکړی ، چې  ددغه ه یواد دتیلو د  وړاندې کولو زیاتیدا، د انرژۍ په بازار کې د امریکائي شرکتونو د سختو سیالیو  لامل شوي  ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ  له دې مخکې ګواښ کړی ؤ چې   که عربستان د تیلو دنړیوالې بیّې  د کمیدا لپاره  کوم فکر ونه کړي ، نو له دغه هیواده به د تیلو د وارداتو لپاره ټيرف وضع کړي ،خو دغه ګواښ عملی شوی نه دی .