په امریکا او اروپاکې دکروناویروس خوریدا تربوږنونکي حده زیاته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89240-په_امریکا_او_اروپاکې_دکروناویروس_خوریدا_تربوږنونکي_حده_زیاته_شوي
وروستي راپورونه ښئ چې په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو یو میلیون اوه لکه کسانو زیات شوی او دغه راز ددغې ناروغۍ له امله دمړو شمیر هم یولک دوه زره اته سوه څلور نوي کسانو ته رسیدلی دی چې دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 11, 2020 02:06 Asia/Kabul
  •   په امریکا او اروپاکې دکروناویروس خوریدا تربوږنونکي حده زیاته شوي

وروستي راپورونه ښئ چې په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو یو میلیون اوه لکه کسانو زیات شوی او دغه راز ددغې ناروغۍ له امله دمړو شمیر هم یولک دوه زره اته سوه څلور نوي کسانو ته رسیدلی دی چې دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .

زمونږخبریال راپور راکړ،په امریکا کې  په کروناویروس دککړو کسانو شمیر د نړۍ له درستو هیوادونو زیات دی او وئیل کیږي ،  په دغه هیواد کې د ککړو کسانو شمیر  کابو پنځه لکه دوه زره  درې سوه اتلس   کسانو ته رسیدلی او د مړو شمیر ئې کابو اتلس زره اوه سوه پنځویوشت کسان ښودل شوي دي .

 دایټالیا حکومت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په تیر شواروز کې په دغه هیواد کې درې زره نهه سوه یو پنځوس ککړ  کسان پيژندل شوي  او دغه راز کابو شپږ سوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې  په دغو مړو سره د قربانیانو شمیر اتلس زره  اته سوه نهه څلویښت او د ککړو کسانو شمیر هم یو لک اوه څلویښت زره  ۵۷۷تنو ته زیات شوی دی .

همداراز  د اسپانیا چارواکو  بیګا وئيلي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په کرونا ویروس ککړو شپږسوه پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او دغه راز نور څلور زره پنځه سوه شپږاویا ککړ کسان  هم زیات شوي دي .

Image Caption

 

د اسپانیا د روغتیائي چارو د وزارت  د اعلامیې په اساس ، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس دقربانیانو شمیر شپاړس زره یو اتیا  او دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه یو لک اته پنځوس زره تنو ته زیات شوی دی .دفرانسې دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې وئيلی دي په دغه هیواد کې  په کرونا ویروس  دککړو قربانیانو شمیر  کابو دولس زره څلور سوه تنو ته رسیدلی دی . په دغې اعلامیې کې وئيل شوي د  شارل دوګل جنګي بیړې پنځوس ماموران هم په دغه ویروس ککړ شوي دي .

د انګلستان  چارواکو هم وئيلی دي  په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د قربانیانو شمیر له اته زره نهه سوه  پنځه نوي کسانو ته رسیدلی دی . البته وئيل شوي انګریز لومړی وزیر بوریس جانسن ورځ تربلې په ښه کیدو دی . همدرااز د  جرمني حکومت هم بیګا په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،په دغه هیواد کې په کرونا ویروس دککړو شمیر کابو یولک  دوویشت زره څلور سوه شپږ اتیا تنو ته   رسیدلی دی .

وروستي راپورونه ښئ چې په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو یو میلیون اوه لکه کسانو زیات شوی او دغه راز ددغې ناروغۍ له امله  دمړو شمیر  هم یولک دوه زره اته سوه څلور نوي کسانو ته رسیدلی دی چې دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .البته د ښه شوو کسانو شمیر هم درې لکه دوه تیا زره یو سل یو اویا کسانو ته زیات شوی دی . دغه بهیر هم هماغه راز په زیاتیدا دی .