له خر او زیبرا څخه نوی ځناور زیږیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89248-له_خر_او_زیبرا_څخه_نوی_ځناور_زیږیدلی
زمونږ خبریال وايي د کینیا هیواد په پلازمینې نایروبي کښې د ځناورو د ژوند د ساتلو د ادارې شیلډرک وایلډ لایف ټرسټ لخوا د دنیا خلکو ته یو داسې عجیبه خبر اعلان شوی دی چې ټول لوستونکي او اوریدونکي ورباندې بیخي حیرانه شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2020 12:37 Asia/Kabul
  • له خر او زیبرا څخه نوی ځناور زیږیدلی

زمونږ خبریال وايي د کینیا هیواد په پلازمینې نایروبي کښې د ځناورو د ژوند د ساتلو د ادارې شیلډرک وایلډ لایف ټرسټ لخوا د دنیا خلکو ته یو داسې عجیبه خبر اعلان شوی دی چې ټول لوستونکي او اوریدونکي ورباندې بیخي حیرانه شوي دي .

د  کینیا هیواد د ځناورو د ژوند د ساتلو دغه ادارې د ماده یعني ښځینه زیبرا او د خره له جفت ګیرۍ  څخه د یوه (۱) عجیبه ځناور د پیدا کیدا خبر ورکړی دی او په خپل فیسبوک اینټرنیټ پاڼې یې عکس هم خپور کړی دی .

په دغه تصویر کښې لیدل کیږي چې دغه بچی له خپلې مور زیبرا سره موجود وي .

د دغه بچي په څلورو (۴) پښو باندې د زیبرا ځناور په شان پټې جوړ شوي دي خو نور پوره بدن یې د خره په شان دی او قد او جسم یې هم د خره په شان دی .

د کینیا د ځناورو د ساتلو دغه ادارې وویل دغه بچی د زیبرا او د خره جفت ګیرۍ څخه زیږیدلی دی او هغوې د ډنکي(donkey) او د زیبرا(zebra) د نوم په یوځاې کولو سره هغه د زونکي (Zonkey) نوم ورکړی دی .