په ایټالیا کښې کورونا نور کسان هم ووژل
زمونږ خبریال وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د ککړیدا په دلیل د څلور سوه یودیرشو(۴۳۱) کسانو د مړینې په اعلانیدا سره په دغه هیواد کښې د دغه وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر نولس زره او اته سوه نهه نوي ته ورسید
د ایټالیا حکومت بیګا وویل چې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په هیواد کښې څلور زره او دوه نوي (۴۰۹۲) نور کسان په کورونا وایروس ککړ شول او له کبله یې تراوسه څلور سوه یودیرش (۴۳۱) مړه هم شول .
په دغو نویو شمیرنو سره په ایټالیا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر یولک شپږ پنځوس زره او درې سوه درې شپیته تنو ته ورسید .
په اروپايي هیوادونو کښې ایټالیا د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو تر ټولو زیات شمیر لري او ورپسې بیا اسپانیا هیواد دی .
بل خبر دا چې د بریتانیا د روغتیا وزارت هم په هیواد کښې څه د پاسه لسو زرو (۱۰۰۰۰) ته د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ .
د بریتانیا روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کرونا وایروس له کبله د اوه سوه اوه دیرشو (۷۳۷) نورو کسانو په مړ کیدا سره اوس په هیواد کښې د دغه وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر لس زره او شپږ سوه دولس تنو ته رسیدلی د ی .
د کورونا ناروغۍ له کبله په امریکا کښې د وژل شویو کسانو شمیر22105 ته رسیدلی دی او امریکا په دې زمینه کښې په لومړي مقام کښې ورغلي ده .