کورونا وایروس د نړۍ یولک پنځوس زره کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89403-کورونا_وایروس_د_نړۍ_یولک_پنځوس_زره_کسان_وژلي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ټوله نړۍ کښې د کورونا خطرناک وایروس له کبله یولک پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) کسان وژل شوي دي چې په دریو (۳) کښې دوه (۲) برخې یې د اروپايي هیوادونو ښاریز دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2020 00:49 Asia/Kabul
  • کورونا وایروس د نړۍ یولک پنځوس زره کسان وژلي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ټوله نړۍ کښې د کورونا خطرناک وایروس له کبله یولک پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) کسان وژل شوي دي چې په دریو (۳) کښې دوه (۲) برخې یې د اروپايي هیوادونو ښاریز دي .

په اروپايي هیوادونو کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر شپږ نوي زره او اوه سوه یویشت (۹۶۷۲۱) کسانو ته رسیدلی دي .

په ټوله دنیا کښې د کورونا وایروس له کبله د زیاتو  مړو شویو کسانو شمیر په امریکا کښې دي چې دغه شمیر اوس اوه دیرش زره او یوسلو پینځودیرشو (۳۷۱۳۵) څخه زیات شوی دی .

د دنیا په څه دپاسه یوسل نوي(۱۹۰) هیوادونو او سیمو کښې په کورونا وایروس دوه ویشت لکه اوه زره اوه سوه دیرش (۲۲۰۷۷۳۰) کسان ککړ شوي دي .

دغه راز په فرانسې کښې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا وایروس له کبله اوه سوه یوشپیته (۷۶۱) نور کسان مړه شول او په دغه هیواد کښې د دغه ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمیر اوس اتلس زره شپږ سوه یواتیا (۱۸۶۸۱)کسانو ته ورسید .

دغه راز انګلستان د پولیسو د اور وژنې د ادارې ، قضايي قوې او د نورو ادارو د غړیو په شمول د کورونا وایروس د ازموینې د کار د پراخولو خبر ورکړ .

د بریتانیا په حکومت اوس سختې نیوکې روانې دي چې په مارچ میاشت کښې یې په پراخه سویه په کورونا وایروس د ککړو کسانو د طبي ازموینې کار پریښودلی و .