د امریکا خلکو د مفتو ډوډیو مرکزونو ته تلل پیل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89445-د_امریکا_خلکو_د_مفتو_ډوډیو_مرکزونو_ته_تلل_پیل_کړي
سي این این ټیلي ويژن خبر ورکړ د امریکا هغو ښاریزو چې پیسې ورسره نشته په خپلو ګاډو سره د مفتو ډوډیو مرکزونو ته ورتلل زیات کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2020 00:14 Asia/Kabul
  • د امریکا خلکو د مفتو ډوډیو مرکزونو ته تلل پیل کړي

سي این این ټیلي ويژن خبر ورکړ د امریکا هغو ښاریزو چې پیسې ورسره نشته په خپلو ګاډو سره د مفتو ډوډیو مرکزونو ته ورتلل زیات کړي دي .

په امریکا کښې د کورونا ساري ناروغۍ د هیواد په میلیونونو خلک بې کاره کړي دي او د اقتصادي چارو کارپيژاندو ویلي دي د هیواد شپیته (۶۰) میلیونه خلک د فیډرال حکومت د مالي مرستو د چیکونو د ترلاسه کولو په انتظار دي .

دغه راپور وايي په مفت ډول د ډډوۍ د ورکولو له مرکزونو څخه د خواړو د ترلاسه کولو لپاره د امریکا  د بیلابیلو ښارونو په واټونو کښې د ګاډو بې مخینې صفونه جوړ شوي دي .

د ګاډو په دغه صف کښې یوه (۱) ولاړ ډرائیور سي این این ټیلي ويژن ته وویل زمونږ د کورنۍ هیڅ غړی کار کسب نلري او هیڅ پیسې راسره نشته او زیاته یې کړه مونږ بچیان لرو او باید د هغوې ساتنه وکړو او نه پوهیږو چې تر کوم وخت پورې به دغه حالت وزغمو .

څرنګه چې د امریکا ستر پلورنځایونه او  رستورانونه د کورونا وایروس له کبله تړل شوي دي د دغه هیواد کروندګر د خپلو کرهڼیزو محصولاتو له مینځه وړلوته مجبوره شوي دي .

ډیرې کارپیژاندي په امریکا کښې د کورونا وایروس خپریدل او د ډیرو خلکو بې روزګاره کیدل د ولسمشر ټرمپ د ناوړه مدیریت له کبله ګڼي .