کورونا وایروس د امریکا ۴۰۰۰۰ کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89446-کورونا_وایروس_د_امریکا_۴۰۰۰۰_کسان_ووژل
زمونږ خبریال وايي د امریکا جان هاپکینز پوهنتون وویل چې کورونا وایروس د دغه هیواد څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کسان وژلي دي چې اکثره یې د نیویارک ښار ښاریز دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2020 00:32 Asia/Kabul
  • کورونا وایروس د امریکا ۴۰۰۰۰ کسان ووژل

زمونږ خبریال وايي د امریکا جان هاپکینز پوهنتون وویل چې کورونا وایروس د دغه هیواد څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کسان وژلي دي چې اکثره یې د نیویارک ښار ښاریز دي .

په فرانسې کښې هم په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا له کبله د مړو کسانو شمیر درې سوه پینځه نوي (۳۹۵) کسانو ته ورزیات شوی او دغه ناروغۍ تراوسه د فرانسې نولس زره اوه سوه اتلس(۱۹۷۱۸) ښاریز وژلي دي .

په ایټالیا کښې په کورونا ویروس د ککړیدونکو کسانو شمیر یو څه کم شوی دی او د مړ کیدونکو کسانو شمیر هم لږ شوی دی .

له اروپايي اتحادیې بهر په ترکیې کښې هم په کورونا وایروس د ککړیدونکو کسانو شمیر زیات شوی او دغه شمیر اوس شپږ اتیا زره او درې سوه شپږو (۸۶۳۰۶) ته ورزیات شوی .

په کاناډا کښې هم د کورونا وایروس  له کبله د خلکو د مړینې شمیر دولس (۱۲) فیصده زیات شوی دی  او د مړو شمیر اوس په یوه(۱) ورځ کښې پینځلس سوه شپږو (۱۵۰۶) ته رسیدلی دی .

په انګلستان کښې هم د کورونا وایروس له کبله نور پینځه سوه شپږ نوي (۵۹۶) کسان مړه شوي او دغه ناروغۍ تراوسه د  بریتانیا شپاړس زره (۱۶۰۰۰) ښاریز وژلي دي .

دغه راز د جي شل ډلې د روغتیا چارو وزیرانو پرون غونډه وکړه چې له کورونا سره د مبارزې لپاره ګډ کار وکړي او په دې هکله به یوه (۱) بیانیه هم خپره کړي .