عمران خان او ټرمپ پر افغان سوله خبرې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89525-عمران_خان_او_ټرمپ_پر_افغان_سوله_خبرې_کړې_دي
عمران خان او ټرمپ پر افغان سوله او سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2020 09:32 Asia/Kabul
  • عمران خان او ټرمپ پر افغان سوله خبرې کړې دي

عمران خان او ټرمپ پر افغان سوله او سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

عمران خان او ټرمپ پر افغان سوله او سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ او عمران خان په ټلیفوني مکالمه کې په سیمه کې د ثبات پر راوستو او له ترهګرۍ سره پر مبارزه اوږدې خبرې کړې دي. دواړو لورو همدا راز ویلي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره به له یو بل سره همکاري کوي. ټرمپ په دې تلیفوني مکالمه کې له عمران خان سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې به تامین او تاوتریخوالي په کمېدو کې همکاري وکړي. عمران خان هم ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې تل همکاري کړې ده او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.