د کورونا دوې نورې نښې هم راښکاره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89530-د_کورونا_دوې_نورې_نښې_هم_راښکاره_شوې
زمونږ خبریال وايي په ایټالیا کښې په ترسره شوي سروې او نظر سنجې کښې دغه خبره مالومه شوي ده چې د انسان د بویولو او د خوند د څکلو صلاحیت اغیزمن کول هم د کورونا وایروس په نښو نښو کښې راتللی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2020 10:51 Asia/Kabul
  • د کورونا دوې نورې نښې هم راښکاره شوې

زمونږ خبریال وايي په ایټالیا کښې په ترسره شوي سروې او نظر سنجې کښې دغه خبره مالومه شوي ده چې د انسان د بویولو او د خوند د څکلو صلاحیت اغیزمن کول هم د کورونا وایروس په نښو نښو کښې راتللی شي .

په ایټالیا کښې د کورونا وایروس په دوه سوه (۲۰۰) ناروغانو کښې اوه شپیتو (۶۷) فیصدو وویل چې په دغه ناروغۍ د ککړیدا په وخت یا وروسته یې د شیانو د بویولو او په ذایقې د پوهیدلو صلاحیت او حس ګډوډ شوی و  .

د کورونا وایروس په زیاتو ناروغانو کښې لاندې نښې نښانې موندل شوي وې .

د کورونا وایروس لرونکو اتو شپیتو (۶۸) کسانو ستړیا ، شپیتو (۶۰) فیصدو وچه ټوخي او پینځه پنځوسو (۵۵) هم تبه درلودله .

خو دغه موردونه ډیر کم لیدل شوي چې د کورونا وایروس په ناروغانو کښې د شیانو د بویولو او د ذایقې حس د ګډوډیدا نښې نښانې لیدل شوي وي .