د امریکا ولسمشر د واکسین د چارو مسول لیرې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89547-د_امریکا_ولسمشر_د_واکسین_د_چارو_مسول_لیرې_کړ
زمونږ خبریال وايي د امریکا د کورونا وایروس پرضد د واکسین د جوړولو مسول ډاکټر ریک برایټ پرون وویل چې زه د ولسمشر ټرمپ لخوا د کلوروکین درملو د علاج پرضد د مخالفت کولو په وجه له خپل کار څخه لیرې کړی شوی یم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2020 01:40 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر د واکسین د چارو مسول لیرې کړ

زمونږ خبریال وايي د امریکا د کورونا وایروس پرضد د واکسین د جوړولو مسول ډاکټر ریک برایټ پرون وویل چې زه د ولسمشر ټرمپ لخوا د کلوروکین درملو د علاج پرضد د مخالفت کولو په وجه له خپل کار څخه لیرې کړی شوی یم .

د امریکا د کورونا وایروس پرضد د واکسین د جوړولو د چارو مسول ډاکټر ریک برایټ وړمه ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له کاره لیری کړی شو .

د امریکا دغه ډاکټر د ولسمشر ټرمپ لخوا د کورونا وایروس د درملنې لپاره د کلوروکین درملو له کارولو سره مخالف وو.

کلوروکین درملو تراوسه په امریکا کښې ډیر کسان مړه کړي هم دي .

د امریکا دغه ډاکټر چې ولسمشر له کاره لیری کړی دی وویل ما حکومت ته ویلي وو چې د ولسي جرګې کانګرس لخوا له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره په میلیارډونو بیل شوي ډالر باید محفوظو او سائینسي حل لارو ولګول شي  نه دا چې په درملو ، واکسینونونو او نورو ټیکنالوژیو باندې کومې چې ساینسي ګټې نلري .