د امریکا ولسمشر د واکسین د چارو مسول لیرې کړ
زمونږ خبریال وايي د امریکا د کورونا وایروس پرضد د واکسین د جوړولو مسول ډاکټر ریک برایټ پرون وویل چې زه د ولسمشر ټرمپ لخوا د کلوروکین درملو د علاج پرضد د مخالفت کولو په وجه له خپل کار څخه لیرې کړی شوی یم .
د امریکا د کورونا وایروس پرضد د واکسین د جوړولو د چارو مسول ډاکټر ریک برایټ وړمه ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له کاره لیری کړی شو .
د امریکا دغه ډاکټر د ولسمشر ټرمپ لخوا د کورونا وایروس د درملنې لپاره د کلوروکین درملو له کارولو سره مخالف وو.
کلوروکین درملو تراوسه په امریکا کښې ډیر کسان مړه کړي هم دي .
د امریکا دغه ډاکټر چې ولسمشر له کاره لیری کړی دی وویل ما حکومت ته ویلي وو چې د ولسي جرګې کانګرس لخوا له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره په میلیارډونو بیل شوي ډالر باید محفوظو او سائینسي حل لارو ولګول شي نه دا چې په درملو ، واکسینونونو او نورو ټیکنالوژیو باندې کومې چې ساینسي ګټې نلري .