کورونا ویروس د خلکو وژلي ته هماغه راز دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89598-کورونا_ویروس_د_خلکو_وژلي_ته_هماغه_راز_دوام_ورکړی
زمونږخبریال راپور راکړ په ټوله نړۍ کښې د کورونا ویروس له کبله دوه لکه کسان مړه شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 26, 2020 10:37 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د خلکو وژلي ته هماغه راز دوام ورکړی

زمونږخبریال راپور راکړ په ټوله نړۍ کښې د کورونا ویروس له کبله دوه لکه کسان مړه شوي دي .

په دغو دوو(۲) لکو مړو شویو کسانو کښې نیمايي خلک په امریکا ، اسپانیا او ایټالیا کښې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي .

ویل کیږي چې په ټول نړۍ کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر  له دریو (۳) میلیونو زیات شوی دی .

تر پرون سهار پورې په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د مړو کسانو شمیر دوه پنځوس زره او څلور سوه (۵۲۴۰۰) ته رسیدلی وو .

په بریتانیا کښې هم د کورونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر څه دپاسه  شلو زرو (۲۰۰۰۰) ته رسیدلی او پینځم(۵)  هیواد ګڼل کیږي چې زیات کسان د دغه ناروغۍ له کبله وژل شوي دي .

دغه راز په ترکیې کښې هم په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا ویروس له کبله یوسل شپږ(۱۰۶) نور کسان وژل شوي  او د دغه ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمیر اوس له دوه زره او شپږو (۲۷۰۶) څخه اوښتی دی .

دغه راز د جرمني په برلین کښې کابو زرو(۱۰۰۰) کسانو د کورونا وایروس په وجه د رامینځته شویو محدودیتونو پرضد مظاهرې وکړې او له یوبل  څخه د ځان د لیرې قوانینو ته یې پام ونکړ .

بل خبر دا چې د روغتیا نړیوالې ادارې  ډبلیو ایچ او(World Health Organization ) پرون خبرداری ورکړ داسې هیڅ ثبوت نشته هغه کسان چې په کورونا ویروس ککړ شوي او اوس روغ شوي دي  نور خوندي دي او بیا په دغه ناروغۍ نه ککړیږي .