د امریکا خلک د ټرمپ په حکومت هیڅ باور نلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89605-د_امریکا_خلک_د_ټرمپ_په_حکومت_هیڅ_باور_نلري
سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړ په امریکا کښې د نوي تحقیق پایلې د دې ښودنه کوي چې د هیواد دریمه (۳) برخه خلک باوري دي د کورونا ویروس واکسین شته خو حکومت هغه له خلکو پټ ساتلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2020 08:30 Asia/Kabul
  • د امریکا خلک د ټرمپ په حکومت هیڅ باور نلري

سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړ په امریکا کښې د نوي تحقیق پایلې د دې ښودنه کوي چې د هیواد دریمه (۳) برخه خلک باوري دي د کورونا ویروس واکسین شته خو حکومت هغه له خلکو پټ ساتلی دی .

د امریکا یو ایس ای ټوډې ورځپاڼې او په کیلي فورنیا ایالت کښې د ملتونو د پروژې او د ډیموکراسۍ د صندوق په نوم د موسسې نوي څیړنې وښودله د هیواد دریمه (۳) برخه خلک باوري دي د ولسمشر ټرمپ حکومت له کورونا ویروس سره د مقابلې واکسین لري خو خلکو ته له ورکولو یې ډډه کوي .

په دغه تحقیق کښې څلورڅلویښت (۴۴) فیصده ګډون کونکي باوري دي کورونا ویروس په یوه(۱)  لیبراتور کښې تولید شوی او داسې باور نلري چې دغه ویروس له ځناورو انسان ته منتقل شوی دی .

په دغه تحقیق کښې چې د اپریل د میاشتې له دوهمې (۲) تر اتمې (۸) نیټې پورې شوی دی پنځوس (۵۰) فیصده ګډون کونکو ویلي دي چې د کورونا ویروس په وجه د وژل شویو کسانو په هکله د امریکا د  حکومت په شمیرنونو ډاډ نلري .