په افغانستان کې د کورونا ناروغان ۱۵۳۱ کسانو ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89620-په_افغانستان_کې_د_کورونا_ناروغان_۱۵۳۱_کسانو_ته_ورسیدل
د ښاغلي مایار په خبره د کورونا د مړو شمېر ۵۰ او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۰۷ تنو ته رسېدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 00:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کورونا ناروغان ۱۵۳۱ کسانو ته ورسیدل

د ښاغلي مایار په خبره د کورونا د مړو شمېر ۵۰ او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۰۷ تنو ته رسېدلی دی.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیر شاوروز کې د ۲۴۲ مشکوکو سمپلونو له ازموینې وروسته د کورونا ۶۸ مثبتې پېښې تثبیت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وحید الله مایار وویل، د تازه پېښو په ثبت سره په ټول هېواد کې د کوویډ ۱۹ د ناروغانو شمېر ۱۵۳۱ تنو ته لوړ شوی دی.

نوموړی وايي، تازه پېښې په یوولسو ولایتونو کې ثبت شوې دي.په غزني کې ۱۳، په پکتیا کې ۱۱، په پکتیکا کې ۹، په بلخ کې ۸، په کابل کې ۶، په بادغیس کې ۶، په ننګرهار کې ۴، په هرات کې ۴، په لغمان کې ۳، په خوست کې ۳ او په بغلان کې مو ۱ پېښه ثبت کړې ده.

 د ښاغلي مایار په خبره د کورونا د مړو شمېر ۵۰ او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۰۷ تنو ته رسېدلی دی.

 د یادونې ده چې کورونا تر اوسه دافغانستان ۳۳ ولایتونو ته رسېدلې ده او کابل په کې د ۴۵۲ ناروغانو په لرلو تر ټولو مخکې دی.