کورونا ویروس د امریکا ډیر خلک بې کوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89638-کورونا_ویروس_د_امریکا_ډیر_خلک_بې_کوره_کړي
زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له کبله د کسانو د ککړیدا او د مړکیدا شمیر په زیاتیدا دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 11:31 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د امریکا ډیر خلک بې کوره کړي

زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له کبله د کسانو د ککړیدا او د مړکیدا شمیر په زیاتیدا دی .

د کورونا ویروس له کبله تراوسه په ټوله دنیا کښې د مړو کسانو شمیر له دوو (۲) لکو وراوښتی دی او له شپږویشت (۲۶)میلیونه او پینځه شپیته (۶۵) زره خلک په دغه ناروغۍ ککړ شوي دي .

د کورونا وایروس له کبله د دنیا په ډیرو هیوادونو کښې کاروبارونه بند شوي او اقتصادي فعالیتونه کم شوي دي او په لکونو کسانو بې روزګاره شوي او بې کوره شوي هم دي .

کورونا وایروس امریکا ډیره اغیزمنه کړي ده او زیات خلک د دغه ناروغۍ له کبله مړه شوي او ککړ شوي او د امریکا په ټولو لویو او سترو ښارونو کښې بې کوره خلکو د سړکونو غاړې ته وسیدل او ویده کیدل پیل کړي .

همدغه شان حالت په انګلستان کښې هم دي چیرې چې په لکونو خلک کورونه او کاروبار نلري او د سړک غاړو ته په کارتونونو کښې ویده کیږي .

Image Caption