بشپړونکي درمل د کورونا ویروس مخه نیولی شي
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د یوه (۱) نوي تحقیق پراساس د سپلیمنټس(supplement) یعني د بشپړونکو درملو د استعمال په وجه د انسان د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کیږي او د نورو ناروغیو په شمول له کورونا ویروس څخه بچ کیدل هم اسانیږي .
د امریکا د اوریګون پوهنتون محقق ایډرئین ګومبارټ وویل په یوه (۱) تحقیق کښې دغه نتیجه ترلاسه شوي ده چې د ویټامین سي او د ویټامین ډي د استعمال او د خواړو د نورو بنیادي ضرورتونو په پوره کولو سره د کورونا وایروس له حملې څخه مخکې د هغه مخه نیولی شو څرنګه چې فیزیکي یعني ټولنیزه فاصله او بیا بیا د لاسونو وینځل د دغه ناروغۍ مخه نیسي .
دغه راز د کورونا ویروس په وخت د سپلیمنټس یعني د بشپړونکو درملو استعمال هم ډیر ګټور دی .
کوم سپلیمنټس یعني بشپړونکي درمل باید استعمال شي یعني ضرورت یې شته ؟
د امریکا د پوهنتون استاد ایډرئین ګومبارټ وویل څینې ویټامین ، منرلز او فیټي ایسډز د انسان د بدن د دفاعي سیسټم په پیاوړي کولو کښې رول لوبوي .
ویټامین سي ، ویټامین ډي ، زنګ او له کبانو څخه ترلاسه شوي اومیګا تهري ، ډوکو سیکسینک ایسډ ( ډي ایچ ای ) ټول د انسان د بدن د فاعي سیسټم پیاوړی کوي .
که چیرې د انسان د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی وي نو کورونا ویروس له حملې کولو سره سره دغه ناروغۍ انسان ته هیڅ تاوان نشي رسولی او سړی هغه ته زر ماتي ورکولای شي .
ویټامین سي او ویټامین ډي د انسان په دفاعي سیسټم کوم ډول اغیز لري ؟
د امریکا د اوریګون پوهنتون استاد وايی ویټامین سي د انسان په صحت او روغتیا کښې ډیر مهم رول لوبوي او د دغو دوو(۲) ویټامینونو استعمال د انسان په بدن کښې د اینټي باډیز په جوړولو او د ناروغۍ پرضد په مبارزې کولو کښې مرسته کوي .
ویټامین ډي د انسان د دفاعي سیسټم د سیلولونو په ښه ډول کار کولو کښې مرسته کوي او د کورونا ناروغۍ له حملې وروسته په هغې باندې د ځوابي حملې کولو صلاحیت هم لري .
سپلیمنټس یعني بشپړونکي درمل ولې استعمال شي ؟
د امریکا د پوهنتون استاد ګومبارټ وايي تاسو به لیدلي وي چې کورونا یروس د نړۍ ډیر خلک ناروغه کړي دي او ډیر یې وژل شوي او ډیر نور بیا ښه شوي هم دي .
هغه وايي له کورونا ویروس سره مبارزه کول او ورته ماتي ورکول به د پیاوړي دفاعي سیسټم لرونکو کسانو لپاره اسان وي .
زمونږ په هره ورځ خواړو او ډوډۍ کښې د بنیادي او د ضروري شیانو د کموالي په بڼه کښې دغه کمی د سپلیمنټس یعني د بشپړونکو درملو په وسیله پوره کیږي .
ناروغۍ که هره یوه (۱) وي د پیاوړي دفاعي سیسټم لرونکي کسان یې پرضد مبارزه ګټلی شي .
د امریکا د پوهنتون استاد ګومبارټ وايي نو ځکه خو نن سبا کارپيژادي د بشپړونکو درملو په خوړولو ټینګار کوو .
هغه تاسو هره ورځ دوه سوه (۲۰۰) ملي ګرامه ویټامین سي او دوه زره(۲۰۰) اینټرنیشنل یونټ ویټامین ډي وخورئ او تر څو چې د کورونا پرضد واکسین نه وي جوړ شوی د سپلیمنټس یعني بشپړونکو درملو په وسیله د انسان د بدن د دفاعی سیسټم به له دغه ناروغۍ سره مبارزې ته چمتو کوو .