کورونا ویروس د امریکا ۶۱۰۰۰ ښاریز ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89696-کورونا_ویروس_د_امریکا_۶۱۰۰۰_ښاریز_ووژل
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د وژلو شویو کسانو شمیر له یوشپیتو زرو (۶۱۰۰۰)څخه زیات شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2020 01:11 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د امریکا ۶۱۰۰۰ ښاریز ووژل

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د وژلو شویو کسانو شمیر له یوشپیتو زرو (۶۱۰۰۰)څخه زیات شو .

د امریکا رسنیو پرون وویل په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو میلیون او درې شپیته زره او درې سوه یوپنځوس کسانو ته ورزیات شوی او له کبله یې یوشپیته زره او شپږ سوه اتلس (۶۱۶۱۸) کسان وژل شوي هم دي .

امریکا همدا اوس په کورونا ویروس د ککړو کسانو او د وژل شویو کسانو له پلوه د نړۍ په هیوادونو  کښې په لومړي لمبر کښې ورغلي ده .

په امریکا کښې د کورونا ویروس زیات ناروغان د تشخیص د کیټونو او د طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي .

د امریکا حکومت په تیره بیا ولسمشر ټرمپ په هیواد کښې د کورونا ویروس د پراخیدا په مقابل کښې د بې مسولیتۍ په دلیل له سختو نیوکو سره مخ دی .

د امریکا د روغتونونو ټولنې د مارچ په اتمه (۸)نیټه ویلي وو احتمال شته چې د دغه هیواد شپږنوي (۹۶) میلیونه خلک په کورونا ویروس ککړ شي او له کبله بې څلور لکه اتیا زره کسان مړه هم شي .