ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89760-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 09:25 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې.

د تهران چاپ ډیرو ورځپاڼو په ایران کښې د معلم د ورځې په مناسبت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پرونۍ څرګندونې راخیستې دي. په دې لړ کښې آفتاب ورځپاڼې د حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي دا خبره د سرټکي په توګه راخیستې چې فرمايي: د ښوونې د معلمانو ستر کار د لوړو ارزښتونو لپاره د استعدادونو او وړتیاؤ د غوړولو او پیاوړې کولو ښوونه ده.

په خبر کښې راغلي چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ښوونځیو، پوهنتونونو او علمه حوزو ټولو ښوونکو او معلماتو ته د معلم د ورځې په مبارکۍ ورکولو سره د هغوي ستر کار او جهاد د یوې عادلاني دیني او آئیډیل غواړې ټولنې د جوړولو په موخه د اسلامي او انقلابي ارزښتونو په لاره کښې د ماشومانو او ځلمیانو د وړتیاؤ د غوړولو ښوونه وبلله او څرګنده یې کړه: کوم ځوان نسل چې په دې لاره کښې روزل کیږي، دومره ستره پانګه ده چې هیڅ بله ارزښتناکه ښکارنده یې برابري نه شي کولې.

د ویلو ده چې د استاد مرتضی مطهري د شهادت کلیزه په ایران کښې د معلم او ښوونکي ورځ نوموله شوې او په دې ورځ د معلمانو درنښت او قدرونه کیږي.

*/*/*/*/*

ابرار

له تهرانه چاپیدونکې ابرار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د نورو خبرونو ترڅنګ د جرمني له خوا د لبنان د حزب ا... اقدام ته د ایران د خارجه وزارت د غبرګون خبر راخیستې دی او د دغې وزارتخانې له قوله یې لیکلې دي: د حزب ا... خلاف د جرمني د حکومت اقدام د امریکې او صهیونیسټي رژيم د اهدافو په لړ کښې دی او مونږ یې په کلکه غندو.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سيد عباس موسوي د جرمني د حکومت د دغه اقدام په غندلو سره وويل، په ظاهره په اروپا کښې ځينې هېوادونه د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د حقائقو په نظر کښې لرلو نه بغېر او يوازې د صهيونېسټ رژيم  او د امريکې د سرګردانه رژيم د پروپېګنډه اي مشين د اهدافو په نظر کښې لرلو سره خپل دريځونه غوره کوي.

موسوي په دې خبرې سره چې د جرمني د حکومت دغه فېصله د لبنان د حکومت او ملت په اړه د جرمني په پوره بې احترامۍ کښې غوره شوې ده وويل، حزب الله د لبنان د حکومت او پارلېمان يو رسمي او روا برخه او تل په دغه هېواد کښې د سياسي ثبات رامنځته کولو په ډګر کښې يو تاثير کونکے سياسي ګوند دے چې په لبنان او سيمه کښې ورته پراخه ولسي ملاتړ حاصل دے.

*/*/*/*/*/*/*/*

ایران د کرونا په درملنه کښې د نړۍ په دویم مقام کښې دی

دا د تهران چاپ د جوان ورځپاڼې د یو خبر عنوان دی چې په ایران او نړۍ کښې د کرونا له امله رامینځته شوي تلفات او هم داشان د شفا موندونکو کسانو شمیر یې پرتله کړې دی. د خبر له مخې کرونا په ایران کښې هم هغه شان فعاله ده او پرون د یو زر او څلور نویو ناروغانو په پيژندل کیدو سره په ټول هیواد کښې په دغې ناروغۍ د ککړو کسانو کره شمیر ۹۵ زره او ۶ سوه ۴۶ کسانو ته ورسید. خو په دې منځومان کښې ۷۶ زره او ۳۱۸ تنه ښه شوې دي چې د ټولو ناروغانو ۸۰ فیصده کیږي. د ایران د روغتیا وزارت د پروني رپورټ له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کرونا له امله ۶۳ تنه مړه شوې دي او داشان د وفات شویو کسانو ټول شمیر ۶ زره او ۹۱ تنو ته رسیدلې دی.

د ایران روغتیا وزارت د سږ کال په مني او ژمي کښې د کرونا او انفلانزا د هم مهاله او نسبتاً درنې حملې د احمتال خبر هم ورکړی او ټینګار کوي چې پکار دي د هغه وخت لپاره ځانونه تیار کړو.

*/*/*/*/*/*/*/*

کابل چاپ:

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په هېواد کې د کرونا ویروس په تړاو د خلکو د بې‌باورۍ او د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاوړي او ګډ حکومت د لانجې د غځېدو په تړاو لیکلي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، انتخابات د ولسواکۍ او د مشروع حکومت، د خلکو په رایو د انتخاب شوي حکومت یو اصولي بهیر دی چې ولس سره متحد کوي او یو اصولي زعامت او حکومت منځته راولي چې ولس پرې اعتماد وکړي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، وروستیو انتخاباتو هغه ګوندونه چې تر اوسه نسبي په ولس کې د نفوذ خاوندان بلل کېدل په افرادو ووېشل او په سیاسي دکانونو نه، بلکې په غرفو یې ووېشل.

ویسا لیکي، دغه کاذبې څېرې او د شعارونو خاوندان چې په یوه ډول‌یې سیاسي چاپېریال برمته کړی باید له سیاسي چاپېریال نه له یوې مخې لیرې شي او په باور یې د رښتینو ارمانونو عملي پروګرامونه او هېواد ته د ژمنو کدرونو نوي حرکتونه باید چې له صفر نه پیل شي.

هېواد

د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په کرونایي بحران کې د سیاسي اختلافونو د حل لپاره هڅې!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، عبدالله عبدالله پر خپله فېس‌بوک پاڼه له ځانه د ولسمشر کلمه لیرې کړې او ویې‌ومنله چې له ولسمشر غني سره توافق ته رسېدلی دی او له بلې خوا بیا د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم خبر ورکړی چې عبدالله سره اختلاف حل شوی او نوموړی به ژر تر ژره د مصالحې شورا مشر وټاکل شي.

ورځپاڼې لیکلي، دا وروسته له هغه وشول چې په وروستیو ورځو کې د اروپایي ټولنې او ناروې سفیرانو له عبدالله سره په وېډیویي کنفرانس کې پر هغه فشار راوړ چې ژر تر ژره له ارګ سره خپل اختلاف حل کړي.

ورځپاڼې وړاندې د اروپایي ټولنې له دغه مهم رول څخه مننه کړې او لیکلي چې اروپایی ټولنې په سختو حالاتو کې د افغانانو لپاره د ولسواک نظام او په تېره د جمهوریت ننګه او ملاتړ وکړ او همدا اورپایي ټولنه وه چې نه‌یوازې یې له ولسمشریزو ټاکنو سره مرسته وکړه، بلکې د دغو ټاکنو پر بنسټ‌یې د ولسواک نظام او د ولسمشر د ټاکنې ننګه او ملاتړ هم وکړ.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغان سیاسیون دې باید نور قانون ته درناوی وکړي او د ولس د ارادیو پر بنسټ د نظام له پیاوړي کولو سره مرسته وکړي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د کرونا ویروس په تړاو د خلکو بې‌باوریو ته اشاره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په تېرو دوو لسیزو کې پراخ اداري فساد لامل شوی چې خلک د حکومت په کړنو شک وکړي، نو ځکه ډېری افغانان په دې باور دي چې حکومت د نړیوالو مرستو د راجلبولو لپاره خلکو ته د کرونا ویروس په تړاو دروغ وایي او له دې کار څخه هدف یوازې د مرستو راټولول دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د خلکو بې‌باوري پر ځای ده ځکه د خلکو په وړاندې د حکومت غیر صادقانه چلند د خلکو ترمنځ دغه باور له‌منځه وړی او د دغه باور د بېرته جوړولو لپاره باید حکومت کار وکړي ترڅو د دغه وژونکي ویروس په تړاو خلکو ته قناعت ورکړل شي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش، سیګار د امریکا کانګرس ته په راپور کې ویلي، د کرونا ویروس په تړاو د خلکو بې‌باوري او د افغانستان کمزوری روغتیایي سیستم به لامل شي چې دغلته لوی بشري ناورین رامنځته شي.