کورونا ویروس د بریتانیا ۲۳ فیصده کسان بې کاره کړي
اینډي پینډینټ ( Independent) ورځپاڼې راپور ورکړ د بریتانیا د کار د بازار نوي اطلاعات وايي د کورونا ویروس په خپریدا سره د هیواد کابو درویشت (۲۳) فیصده خلک بې روزګاره رشوي دي .
دغه اطلاعات زیاتوي په هغه پلان سره چې د انګلستان حکومت د کارونو د بچ پاتې کیدا په نوم سره د کورونا ویروس په خپریدا سره اجرايي کړی دی په کاري ځواک کښې له هرو څلورو (۴) کسانو څخه یو(۱) کس بې کاره شوی دی .
دغه راپور وايي د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په شلمه(۲۰) نیټه د کارونو د بچ کولو د پلان د اجرا له وخت راهسې په بریتانیا کښې څه دپاسه اته لکه موسسو او ادارو خپل کارکونکي له کارونو لیرې کړي دي چې دغه اقدام د حکومتي برخې لپاره اته(۸) میلیارډه سټرلینګ پونډه لګښت لرلی دی .
د بریتانیا د حکومت اقتصاد او مالیې وزارت ته اړوند د بودجې د مسولیت دفتر اټکل کړی دی د کارکونکو د څنګ ته کولو پلان به چې دغه وزارت اجرا کړی دی په راتلونکي کښې نهه دیرش (۳۹) میلیارډه سټرلینګ پونډه لګښت ولري .
د بریتانیا لیبرال ډیموکراټ ګوند د دغه پلان د ختمولو غوښتنه کړي ده .