د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
دا هم د تهران ور ځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده ،چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،دایران اسلامی جمهوریت جرمني ته دخپلو صادراتو په دوام کې دکوویډ -۱۹ناروغۍ د تشخیص څلویښت زره کیټونه صادر کړل ، له دې مخکې هم ایټالیا، بیلجیّم ، برازیل ،جنوبی کوریا او ترکیې ته هم کابو یو میلیون کیټونه صادر شوي دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،اسلامی ایران همداراز د افغانستان د روغتیائي چارو زوارت ته هم دکوویډ-۹۰ په نامې سره لس زره ماسکونه ډالۍ کړي دي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني له طالبانو ډلې سره د اور بند لپاره د ناپيلي غورځنګ له غړو هیوادونو مرسته غوښتې او وئيلي ئې دغه هیوادونه باید په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د جنګ د دریدو او اوربند لپاره دې طالبانو ډله راضي کړي .
د چین یوه مهم اورګان په یوه راپور کې ګواښ کړی،چې دکرونا ویروس دخوریدا په دلیل د بیجینګ په ضد د غلیمانه او بې ځایه خبرو دوام،ممکنه ده دغه هیواد له امریکا سره د پوځي مخامخیدنې په لور وکاږي او چین باید له دغه شان شخړې ته په بشپړ ډول تیار دی .
د سعودي عربستان د آل سعود رژيم د دربار لیکوالان د وحشي صهیونیسټي رژيم دڅيرې د پاکولو لپاره لاس په قلم شوي دی .
د لبنان خارجه وزیر ناصیف حتی د دغه هیواد د حزب ا...ولسی غورځنګ د ترهه ګر بللو او د ترهه ګرو په لیسټ کې د شاملولو په علت دجرمني داقدام په غبرګون کې په بیروت کې ددغه هیواد سفیر احضار کړ او ورځيني ئې په دې اړه توضیح وغوښت.
دا هم دتهران چاپ جام جم ورځپاڼه ده چې د خپلې ګڼې په ا نټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني دجاپان له لومړي وزیر آبه شینزوا سره په ټيلیفوني خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو سربیره د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب هم مشورې کړي او له کرونا سره په مقابلې کې ئې له ایران سره د مرستو پهب اب د امریکا د ادعا په غبرګون کې وئيلي ئې دي،که امریکایان صادق وي ،نو یوازینۍ لاره داده چې د ایران په ضد دې غیر قانوني اوغیر انساني یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي.
د تیریګر صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو یو ځل بیا د سورئې ټاټوبی په نښه کړی البته وئيل کیږي ، د سورئې دهوائي ځواک توغندوي ضددفاعي سسټم د وحشي رژيم توغول شوي توغندي په فضا کې شنډ کړي دي . داپه داسې حال کې دي چې په تیرو درو ورځو کې دا د تیریګر اوحشي صهیونیسټي رژيم دسورئې پر خاورې دریمه حمله ده .
د عراق منصوب شوی لومړی وزیر الکاظمي نن ددغه هیواد له پارلیمانه د خپلې کابینې د غړو د اعتماد داخستو لپاره په پارلیماني غونډې کې ګډون کوي .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتي عسکرو او وسلوالو ډلو ترمینځ اخ و ډب په روژې مبارکې میاشتې کې هم دوام لري ،حال دا چې دا میاشت دعبادت او لمنځ میاشت ده باید دواړه لوري ددغې مبارکې میاشتې عظمت او احترام په خاطر لږتر لږه له اور بند سره پخلا شي .
دپاکستان لومړي وزیر عمران خان وئيلي دي ، که خلک د روغتیائي چارو د وزارت له خوا ټاکل شوي تدبیرونه رعایت نه کړي ، نو په دغه هیواد کې به دکرونا ویروس تر خطرناک حده پراخ شي . تر نن سهار پورې په پاکستان کې د کرونا ویروس دخوریدا له امله د ککړو کسانو شمیر کابو دوویشت زرو ته رسیدلی البته له درملنې وروسته په دغه هیواد کې کابو پنځه زره درې سوه کسان ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي هم دي او همداراز کابو پنځه سوه لس ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
دا هم د تهران چاپ همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د کرونا ویروس د درملنې لپاره د واکسنو د تولید لپاره د امریکا اروپائي اتحادئې او چین ترمینځ سیالي پیل شوي ده ، البته د ایران پشمول ځيني نور هیوادونه هم هڅه کوي ،د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ د جرړه وچولو لپاره واکسن جوړ کړي چې په دې اړه ځينی بریاوې ترلاسه شوي هم دي .
په افغانستان کې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان له پولې سره نزدې دنشه ایزو موادو یوه ستره جوپه چې پاکستان ته وړل کیدل د افغانستان ا منیتی مامورانو کشف او ضبط کړې ده ، وئيل کیږي ، چې ددغو موادو قیمت کابو شل میلیون افغانۍ ښودل کیږي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، کوویډ ۱۹ ډوله ناروغي یا هماغه کرونا ویروس هماغه راز په امریکا او اروپا کې په پراخ ډول په خوریدا دی ، او وئيل کیږي ، چې په امریکا کې ددغه مرګوني ویروس دخوریدا له امله دمړو شمیر کابو یواویا زره څلور سوه تنو ته رسیدلی او د ککړو کسانو شمیر هم یو میلیون او درو لکو څخه زیات ښودل کیږي. همداراز په ایټالیا، اسپانیا ، جرمني ،انګلستان ،فرانسې او بیلجیّم کې هم په لکونو کسان په دغه ویروس ککړشوي او په لسګونو زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په عراق کې په الانبار ولایت کې د داعشي تکفیریانو په حملو کې چې امریکائي ترهه ګرو پوځیانو له سورئې په چورلکو کې له سورئې دغې سیمې ته منتقل کړي دي ، د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک پر مرکزونو حملې کړي ، چې وئيل کیږي ، یو شمیر مبارزو ځواکونه ئې شهیدان کړي هم دي البته وروستي راپورونه ښئ چې په سامرا، او څو نورو سیمو کې د تکفیری داعشیانو په لسګونو حملې ئې په شاتنبولي دي .
*********************
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د عبدا... او اشرف غني ترمینځ یوې هوکړې ته د نږدې کېدو او د کرونا ویروس او اقتصادي ستونزو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې سره پیل کړې چې ، آیا بیا د یوې بدنامې تجربې تکرار دی؟
په مقالې کې وړاندې راغلي، دا چې اوس ټول ولس د عبدا... عبدا.... او اشرف غني د جوړجاړي اعلان ته انتظار دي یو واقعیت دی،ځکه چې عملاً حکومت فلج،او ټول ولس غواړي چې انتظار ختم شي او لږ تر لږه مسؤل لوری معلوم شي.
په سرمقاله کې دا اندېښنه مطرح شوې،چې د غني او عبدا... د جوړجاړي په باب ډېره په رسنیو کې تکرارېږي دا ده چې د دې توافق تضمین به بهرنیان کوي، د ورځپاڼې په باور دغه ټکی خاصه معنی لري، کټ مټ د جان کري نسخه ده.
سرمقاله لیکونکی لیکي، په دې باید اعتراف وکړو چې د ا د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ لاره او اصول نهدي، ولسواکي د ولس په رایه باور دی او د ولس پر رایه باور هغه مهال کېدای شي چې رښتینې رایې پایله وټاکي، پروسه شفافه وي او له هر ډول لاسوهنو خوندي وي.
اصلاح دولتي ورځپاڼې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کرونا ویروس په تړاو شوي تحقیق ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو دي.
سرمقاله کې راغلي، که څه هم دغه تحقیق د یو شمیر کسانو له لورې ناقص او نتایج ئې د نهمنلو یاد شوي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، که هر څومره دا تحقیق له حقیقته لیرې یاد شي ،دا یو واقعیت دی چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی
خو سرمقاله لیکونکي دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې دغه پېښې مخ په ډېرېدو دي؟
وړاندې راغلي، یو دلیل دا دی چې اکثره خلک ګرځبندیز او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې نهعملي کوي او بله مسئله هم دا ده چې حکومت په وخت د کرونا ناروغانو د تشخیص هېڅ امکانات نهلري او هغه کسان چې مرکزونو ته مراجعه کوي د څو ورځو په تېریدو سرهیې هم نتایج نهمعلومېږي.
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، خلکو ته د مرستې رسونې بهیر باید چټک شي.
ددغې ورځپاڼې په لیکنې کې وړاندې راغلي، واقعیت دا دی څومره چې د عامې روغتیا وزارت خبرداری جدي دی او د کرونا ویروس له امله د خلکو د اخته کېدو کچه لوړه ده، نو همدومره د خلکو اقتصادي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او دا جدي مسئله ده.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، له تېرو دوو میاشتو راهیسې زمونږ اکثره هېوادوال وزګاره شوي او ناوړه وضعیت کې دي.
هشت صبح لیکي، په دې وروستیو کې د حکومت له لوري په بېوزلو خلکو د نانوایانو له خوا د پخې ډودۍ وېش که څه هم ستونزې او نیمګړتیاوې لري، خو په باور ئې بیا هم دا یو نېک ګام دی.
د سرمقاله لیکونکي په باور، په نانوایوو کې د پراخو لیکو جوړېدل او ګڼه ګوڼه په دومره سختو شرایطو کې خپله د دې څرګندونه کوي چې څومره افغانان له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.