کورونا ویروس له کوم هیواده پیل شوی ؟
زمونږ خبریال وايي په فرانسې کښې په یوه (۱) تحقیق کښې دغه ادعا شوي ده چې په چین کښې د کورونا ویروس له رامینځته کیدا مخکې دغه ویروس په فرانسې کښې رامینځته شوی وو خو دغه ناروغۍ د ناروغه کس نمونو یا سیمپلونو(samples) له دوباره ازموینې وروسته تائید شوه .
د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او( World Health Organization ) د دغه راپور پراساس له هیوادونو څخه غوښتي دي چې دوې د کورونا ویروس د لومړیو موردونو په هکله تحقیقات ترسره کړي .
د روغتیا د نړیوالې ادارې د ویاند د وینا پراساس د کورونا ویروس لومړی(۱) مریض د تیر میلادي کال د دسمبر په یودیرشمه (۳۱) نیټه په چین کښې موندل شوی او تر هغه وخته پورې په اروپا کښې د دغه ناروغۍ په هکله هیڅ راپور نه و ورکړل شوی .
خو د فرانسې یوه روغتنون د نمونیا(Pneumonia) د یوه (۱) مریض د پخوانیو نمونو یا سیمپلونو چې دوباره ازموینه وکړه نو هغه د کورونا مریض ووت .
د فرانسې ددغه مریض د تیر میلادي کال د دسمبر په اوویشتمه(۲۷) نیټه درملنه شوي وه او تر دې مودې پورې په فرانسې کښې د کورونا ناروغۍ د هیڅ مریض د موندل کیدا په هکله هم راپور نه و ورکړل شوی او یوه (۱) میاشت وروسته د فرانسې حکومت د لومړي کورونا ناروغ پیدا کیدل تائید کړل .
د فرانسې په تحقیقاتي راپور کښې دغه خبره نه ده تائید شوي چې کورونا ویروس په چین سربیره له بل کوم هیواد څخه ورغلی وي ځکه چې د فرانسې یو (۱) ناروغ له یوه ښاریز سره په تماس کښې و کوم چې له چین څخه فرانسې ته تللی و .