د هندوستان ښاریز مار په خوله کښې ټوټي ټوټي کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90006-د_هندوستان_ښاریز_مار_په_خوله_کښې_ټوټي_ټوټي_کړ
زمونږ خبریال وايي د هندوستان یوه (۱) ښاریز په لاره کښې یو مار پیدا کړ او هغه یې خولې ته واچوه او ټوټې ټوټې یې کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2020 11:14 Asia/Kabul
  • د هندوستان ښاریز مار په خوله کښې ټوټي ټوټي کړ

زمونږ خبریال وايي د هندوستان یوه (۱) ښاریز په لاره کښې یو مار پیدا کړ او هغه یې خولې ته واچوه او ټوټې ټوټې یې کړ .

دغه پیښه د هندوستان په کرناټک صوبې کښې رامینځته شوي ده چیرې چې مار د لارې په نیولو  سره ځوان سخت  غوسه کړ .

 نو  ځوان  مار ونیوه او په خپلو غاښونو سره یې ټوټې ټوټې کړ .

په یوې (۱) ویډیو کښې لیدل  کیږي چې ځوان د مار د لارې په غوڅولو سره غوسه شوی او ورته یې وویل چې ته څرنګه جرات کوئ چې زما لاره نیسې .

دځوان د دغه حرکت په لیدو سره هلته موجودو  خلکو پولیسو ته اطلاع ورکړه خو د پولیسو له راتلو مخکې هغه مار په خوله کښې ټوټې ټوټې کړی وو .

د هندوستان پولیسو وویل دغه ځوان شراب څښلي وو او هغه ته پته نه وه چې دغه مار زیات زهر لري چې له کبله یې دې  مړ کیدلای هم شي .