د هندوستان ښاریز مار په خوله کښې ټوټي ټوټي کړ
May 11, 2020 11:14 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان یوه (۱) ښاریز په لاره کښې یو مار پیدا کړ او هغه یې خولې ته واچوه او ټوټې ټوټې یې کړ .
دغه پیښه د هندوستان په کرناټک صوبې کښې رامینځته شوي ده چیرې چې مار د لارې په نیولو سره ځوان سخت غوسه کړ .
نو ځوان مار ونیوه او په خپلو غاښونو سره یې ټوټې ټوټې کړ .
په یوې (۱) ویډیو کښې لیدل کیږي چې ځوان د مار د لارې په غوڅولو سره غوسه شوی او ورته یې وویل چې ته څرنګه جرات کوئ چې زما لاره نیسې .
دځوان د دغه حرکت په لیدو سره هلته موجودو خلکو پولیسو ته اطلاع ورکړه خو د پولیسو له راتلو مخکې هغه مار په خوله کښې ټوټې ټوټې کړی وو .
د هندوستان پولیسو وویل دغه ځوان شراب څښلي وو او هغه ته پته نه وه چې دغه مار زیات زهر لري چې له کبله یې دې مړ کیدلای هم شي .
ټیګونه