د اسپانیا ۱۱۳ کلنۍ میرمنې کورونا ته ماتي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90065-د_اسپانیا_۱۱۳_کلنۍ_میرمنې_کورونا_ته_ماتي_ورکړه
زمونږ خبریال وايي په ټوله نړۍ کښې د کورونا ویروس له کبله د وژل کیدونکو کسانو شمیر بیخي زیات شوی دی او دغه ناروغۍ په اروپايي هیواد اسپانیا کښې ډیره خپره شوي هم ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2020 06:59 Asia/Kabul
  • د اسپانیا ۱۱۳ کلنۍ میرمنې کورونا ته ماتي ورکړه

زمونږ خبریال وايي په ټوله نړۍ کښې د کورونا ویروس له کبله د وژل کیدونکو کسانو شمیر بیخي زیات شوی دی او دغه ناروغۍ په اروپايي هیواد اسپانیا کښې ډیره خپره شوي هم ده .

خو له اسپانیا څخه یو(۱)په زړه پورې خبر راغلی دی او هغه دا چې د دغه هیواد یوې (۱) یوسل دیارلس (۱۱۳) کلنې میرمنې د کورونا خطرناکې ناروغۍ ته ماتي ورکړي ده او نوموړي میرمنه اوس  روغه رمټه شوي ده .

که څه هم په ټوله نړۍ کښې د کورونا ویروس له کبله اکثره  وژل شوي کسان  ناروغان او بوډاګان دي خو په اسپانیا کښې د بوډاګانو په یوه(۱) هاسټل یا لیلیې کښې یوسل دیارلس (۱۱۳) کلنې میرمنې ځان په کور کښې قرنطینه کړ او اوس د هغې د کورونا ازموینه او ټیسټ منفي راغلی دی .

د اسپانیا  دغه میرمنه نه یوازې د دغه هیواد بلکې په ټوله نړۍ کښې تر ټولو بوډا ناروغه ده چې کورونا ویروس سره یې ماتي ورکړي ده .

دغه راز د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې هم یوې (۱) سل(۱۰۰) کلنې میرمنې کورونا ویروس ته ماتي ورکړي ده او هغه اوس روغه رمټه شوي او ازموینه یې هم منفي راغلي ده .