امریکا له کرونا سره د مقابلې په بهیر کښې کارړنګونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90125-امریکا_له_کرونا_سره_د_مقابلې_په_بهیر_کښې_کارړنګونه_کوي
د ایران د خارجه وزارت ویاند امریکا له کرونا سره د مقابلې په لړ کښې د ګډوډي او کارړنګونې لامل وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2020 02:16 Asia/Kabul
  • امریکا له کرونا سره د مقابلې په بهیر کښې کارړنګونه کوي

د ایران د خارجه وزارت ویاند امریکا له کرونا سره د مقابلې په لړ کښې د ګډوډي او کارړنګونې لامل وبلله.

سید عباس موسوي پرون په خپل ټویټر کښې ولیکل: له کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره په مقابله کښې یوکیدو او پیوستون ته د اړتیا سره سره امریکا ګډوډي، د پاملرنو خرابولو او کاړنګونو ته دوام ورکوي.

موسوي یادونه وکړه چې امریکا له لویدیځې آسیا واخلې تر لاتینې امریکې پورې او له امنیت شورا نیولې د روغتیا تر نړیوال سازمانه، د تفرقې او تشدد سبب ګرځي او څواړخیز ارګانونه تباه کوي.