هندي پوځیانو دوه کشمیري ځوانان ووژل
May 26, 2020 01:09 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې په معترضانو باندې د هندي پوځیانو په حمله کښې دوه ځوانان مړه شوې دي.
جنګ پاکستاني ورځپاڼې لیکلي چې پرون د وړوکي اختر په دویمه ورځ په کشمیر کښې هندوستاني پوځیان له کشمیري معترضانو سره ونښتل چې په کلګام سیمه کښې په دغه نښته کښې دوه تنه کشمیري ځوانان د یادو پوځیانو په رسا ډزو وژل شوې دي.
هم داشان د کشمیر په کلګام او شوپيان سیمو کښې ځايي حکومت د اعتراضي اقداماتو د مخنیوي لپاره د موبایل او انټرنیټ سروس بند کړ.
هندوستان له کلونو راهیسې په کشمیر کښې د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره په دغې سیمې کښې سخت حالات رامینځته کړې دي او په دریو لسیزو کښې یې لسګونه زره کسان وژلې دي.
ټیګونه