سوریې کښې د امریکا درې ترهګر پوځیان ژوبل شوي
زمونږ خبریال وايي د سوریې سرچینو بیګا د دیرالزور ښار په خوا کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو په کاروان د ناپیژاندو وسله والو کسانو د حملې خبر ورکړ .
ویل کیږي په دغه برید کښې د امریکا کابو درې (۳) ترهګر عسکر او د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو په نوم ډلې ته چې د امریکا تر ملاتړې لاندې ده اړونده پینځه(۵) کسان ژوبل شوي دي .
د امریکا یو(۱) ژوبل عسکر مرګي حاله دی .
امریکا له ترهګرو ډلو سره د تش په نامه د مبارزې په پلمه په غیر قانوني ډول یعني د سوریې د حکومت له ا جازې پرته په دغه هیواد کښې پوځي شتون لري .
له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په سوریې کښې د امریکا غیر قانوني شتون په داسې حال کښې دی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اعتراف واشنګټن د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د جوړولو اصلي عامل دی .
د رسمي راپورونو پراساس امریکا تراوسه د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات په سوریې کښې دیره ترهګرو ډلو ته ورکړي دي .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې امریکا ، سعودي عربستان، انګلستان ، ترکیه ، اسرائیل ، بحرین ، متحده عربي امارات ، فرانسه ، جرمني او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .