امریکا د بیان د ازادۍ اپوټه لاره غوره کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90404-امریکا_د_بیان_د_ازادۍ_اپوټه_لاره_غوره_کړي_ده
تاس خبري اژانس وايي د اروپا په امنیت او ملګرتیا موسسې کښې د روسیې استازي السکاندر لوکاشویچ ډاګینه کړه د امریکا ټولنیز اینټرنیټ سایټونه په منظم ډول او د واشنګټن د چارواکو تر کنټرول لاندې هغه غږونه او مطالب چې دوې یې نه خوښوي حذفوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 10:05 Asia/Kabul
  • امریکا د بیان د ازادۍ اپوټه لاره غوره کړي ده

تاس خبري اژانس وايي د اروپا په امنیت او ملګرتیا موسسې کښې د روسیې استازي السکاندر لوکاشویچ ډاګینه کړه د امریکا ټولنیز اینټرنیټ سایټونه په منظم ډول او د واشنګټن د چارواکو تر کنټرول لاندې هغه غږونه او مطالب چې دوې یې نه خوښوي حذفوي .

هغه د امریکا په فیسبوک ، یوټیوب او ګوګل اینټرنیټ پاڼو کښې د واشنګټن د نه خوښې وړ مطالبو او شیانو سانسور ته په اشارې سره وویل د لویدیځ ټولنیزو رسنیو د بیان د ازادۍ د حذفولو لاره غوره کړي ده .

لوکاشویچ ډاګینه کړه د امریکا حکومت د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ تر ښکلو شعارونو لاندې د اطلاعاتي فضا په منظم ډول د پاکولو کار ترسره کوي او دا د امریکا د ډیموکراسۍ سبک او سټایل دی .

د امریکا یوټیوب اینټرنیټ پاڼې په تیرو څو ورځو کښې د روسي ژبې د دوو(۲) خبري اژانسونو  او د کریمه ټیلي ويژن چینل د کتونکو حسابونه یا اکاونټونه  تړلي دي .