د صهیونیستي پوځیانو په لاس د یو فلسطیني ځوان شهادت
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90423-د_صهیونیستي_پوځیانو_په_لاس_د_یو_فلسطیني_ځوان_شهادت
په نیولې شوي قدس کښې د صهیونیستي رژیم د پوځ په ډزو یو فلسطیني ځوان شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2020 09:48 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي پوځیانو په لاس د یو فلسطیني ځوان شهادت

په نیولې شوي قدس کښې د صهیونیستي رژیم د پوځ په ډزو یو فلسطیني ځوان شهید شو.

د سما خبري آژانس د راپور له مخې، یو فلسطیني ځوان په دې بهانه چې په صهیونیسټي کسانو یې برید کولو، د شنبې په ورځ د صهیونیسټي پوځیانو د نیولي شوې قدس په باب الاسباط سیمه کښې په ډزو شهید کړی دی.

د دغه فلسطیني ځوان له شهادت څخه وروستو، څرګنده شوه چې هغه هیڅ وسله له ځان سره نه لرله.

د فلسطین د اسلامي غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم د صهیونیستي پوځ لخوا د فلسطیني ځوان شهادت د دغه رژیم د «جنایتکاره خوي» نښه وبلله.

په داسې حال کښې د فلسطین سره میاشتې ادارې خبر ورکړ، چې اسراییلي عسکرو نن سهار د اردن سیند په کرانه باختري طولکرم کښې، په جباره پوسټ کې په یو بل فلسطینی ځوان ډزې وکړې او هغه یې په پښه ټپي کړ.