په لندن کې وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې
د برتانیې پولیسو اعلان وکړ چي د دې هیواد په پلازمینه لندن کې د یو نامعلومه وسله وال په ډزو کې ۴ ملکي وګړي ژوبل شوي دي
د برتانیې پولیسو د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چي د دې د پلازمینې په شمالي سیمو کې د یو نامعلومه وسله وال په ډزو کې ۴ ملکي وګړي د یو ماشوم په شمول ټپیان شوي دي.
په بیانیه کې راغلې چي د دې پیښي په اړه پلټنې جریان لري خو تر دې دمه تېری کونکی نیول شوی نه دی.
د برتانیې پولیس د دې هیواد له وګړو څخه غوښتي چي د یاد برید په اړه معلومات له پولیسو سره شریک کړي تر څو پلټنې بشپړ او بریدګر ونیول شي.
د دې راپور پر بنیاد، د بریدګر په اړه تر دې دمه هیڅ معلومات نه دی خپور شوی او د برید موخه هم نه معلومه شوې خو د برتانیې د پولیسو د شمېرنې پر اساس په دې هیواد کې وسله وال برېدونه د تېر کال په پرتله زیاتي شوي دي.
د خبر پای/.