د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90590-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ،په پیل کې د رته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ،په پیل کې د رته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

   دا هم د تهران  چاپ ورځپاڼو په سرکې  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې  ئې لیکلي دي ،په ۱۳۶۰لسیزې کې  د ا سلامی ایران د  وخت د حکومت د اطلاعاتو وزیر  او ستر دیني شخصیَت آیت ا... ری شهري په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي د اسلامی انقلاب له هماغه پيله آیت ا... خامنه اي  د شهارت هیله  درلوده او هیڅکله مو  هم په دغه ستر شخصیت کې د قدرت  او اقتدار د ترلاسه کولو هیڅ څرک نه دی لیدلی  او دا خبره  په کرتو د اسلامی انقلاب  ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني هم پخپلو ځينو ویناؤ کې څرګنده کړې  ده .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،دعربو  دبشری حقوقو  یوه تکړه فعال او لیکوال  ایشوا کړې ده چې د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف  پوځ  ددغه بې څوکه او بې وځله  عربی هیواد د یتیمو اوبې سرپرسته  ماشومانو دتښتولو  اقدامات کوي  او دوي ښکیلو سیمو ته کاږي څو ورځيني  د ډال په توګه استفاده وکړي او حتی په ډيرو موردونو کې ورځیني ناوړه جنسي استفادې کوي .

په امریکا کې د تورپوستو دهدفمنو وژلو په  ضد اعتراضونه او لاریونونه په درستې نړۍ کې خواره واره شوي دي  او په بیلابیلو هیوادونو کې په لکونو خلک   په یوه خوله  په امریکا کې  د سسټماټيکې توکمپالنې د ختمیدو غوښتنې کوي

په ملګروملتو کې  داامریکا استازې  د ایران په ضد د امنیت شورا  د وسلو دبندیزونو  د تمدیدولو  دپریکړه لیک  مسوده د امنیت شورا د رو نورو دایمي غړو  روسیې ،انګلستان اوفرانسې ته  وړاندې کړې ده .

د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین دلویدیځي غاړې  د ځينو برخو د یوځاي کولو په باب سخت خبرداری ورکړ .

دعراق پارلیمان  د مصطفی الکالظمي د حکومتي کابینې پاتې وزیرانو ته هم مثبته رایه ورکړې او په دې توګه د  عراق حکومتي کابینه بشپړ شوې ده .

                  د ا هم دتهران چاپ  جوان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، په داسې حال کې چې په هندوستان کې په تیره بیه نوي ډیلي کې  د افراطي هندوانو په لاس  د مسلمانانو  د  نسل ختمونې  جنایتونه هماغه راز دوام لري ،  دهندي افراطي  ډلو او پوځ   ددغو جنایتونو په وړاندې  دنړیوالې ټولنې مرموزي چپتیا  ډير شکونه راپورته کړي دي .

 ورځپاڼې په خپل دغه سایټ کې لیکلی دي ، په امریکا کې د تورپوستو په ضد د پولیسو دغیر انساني کړنو او  جنایتونو په ضد داعتراضونو څپې په داسې حال کې په درستې امریکا کې خورې شوي دي ، چې  ددغه هیواد پوځ او ځانګړي ځواکونو خپل په لسګونو زره ماموران  د امریکا په لسګونو ایالتونو کې دیره کړي او  په ډير بوږنونکي ډول  مظاهره چیان ځپي . دا په داسې حال کې دي چې دغه  اعتراضونه او لاریونونه دومره زیات شوي  چې  د سپينې مانۍ د  واکوالانو د نجات لپاره درسته سپينه ماڼۍپوځ  د وسپينزې پنجرې د دیوال په جوړولو سره ښودلې ده چې  دمیکسیکو په پولې د دیوال له جوړولو  دا غوره ده چې د خلکو په مقابل کې سپينه ماڼۍ خوندي وساتي .

 ورځپاڼې بیا مخکې لیکلی دي ،د سورئې په ادلب اوالحسکه ولایتونو کې   پوځ او مقاومتي ځواک  د تکفیری ترهه ګرو او تالی څټو ډلو ټپلو په ضد خپل پاکونکو عملیاتو ته دوام ورکړی او د دغو جنایتکارو له سپيرو منګولو ئې په لسګونو کلي او ښارګي آزاد کړي او دغه راز ئې د دوي  په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډي هم تباه کړي دي .

د فلسیطین  د اسلامی جهاد غورځنګ  پخوانی مبارز عمومی منشي او د مقاومت دچورلیز تکړه شخصیت  رمضا عبدا...  په حق رسیدلی .

دامریکا د الاباما ایالت په  مورګن سیمې کې په ډزو کې  اوه کسان وژل شوي دي

په هندوستان کې د پاکستان د سفارت د  دوو کارکونکو  دخپل هیواد لپاره په  جاسوسۍ په تورنیدا پسې   چې د واړه ئې له هیواده ویستلي دي ، ددواړو هیوادونو ډيپلوماټيکې  اړیکې یو ځل بیا ترینګلي شوي  دی .

                  دا هم د تهران چاپ همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ، د امریکاد پوځ  پخواني او اوسنی زیاتره جنرالانو  د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د  ولسی اعتراضونو  د ځپلو لپاره  له پوځي ځواکه  استفادې  سره مخالفت کړی او  وئیلي ئې  دي ، که دامریکا پوځ  د تورپوستو  په حق کې د مظاهرو او اعتراضونو د ځپلو لپاره  پوځ لاس په کار شي ،نو  په دغه کار سره به د  امریکا په پوځ  کې دننه  د ستر بغاؤت سریزې برابرې شي.

ورځپاڼه بیا لیکلي ، په ترکیې کې د کرونائي بحران په زیاتیدا پسې ددغه هیواد حکومت په زیاتره ښارونو کې دټرانسپورټي برخې لپاره  ځانګړي تابیاوې غوره کړي ا و دغه راز ئې یو لړ سخت  اقداماتو په کولو سره  دروغتیائي پروټوکولونو په اجرا کولو ټينګار کړی دی .

 د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتي لوري او وسلوالو طالبانو ترمینځ په اخ وډب کې  داسې کومه ورځ نشته چې  د لسګونو بې ګناه کساانو وینه ونه بهیږي ،  داپه داسې حال کې دي چې  طالبانو ډلې  په افغانستان  کې  د تاؤتریخوالي د کمولو په باب  په قطر کې له امریکا سره د  سولې  موافقه هم لاسلیک کړې ده ، حال دا چې  په افغانستان کې  دعامو خلکو دوینې بهیدا نوره هم زیاته شوې ده .

د یمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي استازي  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، په یمن کې کابو پنځلس  میلیون خلک د قخطۍ له خطرې  ا و په کرونا  ویروس  د ککړتیا له غمیزې سره مخامخ شوي او که په موقعې  او په لومړني فرصت کې  نړیواله ټولنه جدي اقدام ونه  کړي ، نو ممکنه ده په دغه بې وځله هیواد کې بله ستره انساني غمیزه رامینځةشي .

  په درستې نړۍ کې د کرونا ویروس په پراخې  خوریدا پسې د ککړو کسانو شمیر کابو  میلیونوتنو ته رسیدلی او دغه راز په درستې نړۍ کې ددغه وژونکي ویروس  له امله  کابو څلور لکه کسانو هم خپل ژوند له  لاسه ورکړی دی .

د اردن  یوه تکړه لیکوال او څيړاند ډاکټر نصیر العمري  په مینځني ختیځ کې  دترهه ګرۍ  د جرړو د  زیاتیدا  او په راتلونکي کې ددغو جړو خطرناک کیدا په باب  وئيلي دي ، دامریکا  جمهوري غواړي هڅه کوي  د  مینځني ختیځ  سیمې په اور کې  دسوځولو لپاره  د ایران او عربستان ترمینځ خونړی جنګ رامینځةکړي . خو باید دسیمې  هیوادونه دې د امریکایانو ددغې دسیسې په وړانډې ځير او هوښیار ووسي .

*****************************

 اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره حده د افغانستان د سولې پروسې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

هشت صبح لیکلي دي د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد باید د افغان سولې پروسې په برخه کې ستونزې له‌مینځه یوسي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې  زلمي خلیل‌زاد په داسې حال کې د افغان سولې په برخه کې خپل نوی مأموریت پيل کړی چې په دې هېواد کې د سولې په هدف ځينې هوکړې عملي شوې دي.

ورځپاڼې په دوام کې د سرمقالې د لیکوال په خبره لیکلي دي ، د روغې جوړې ملي عالي شورا جوړه شوې، ۵۰ په سلو کې طالب زندانیان ازاد شوي، سولې مذاکراتي پلاوی جوړ شوی، په تاوتریخوالي کې نا اعلان شوی کموالی راغلی او دغه‌شان له افغان سولې پروسې د نړیوالو ملاتړ اعلان شوی دی.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور له همدومره پرمختګونو سره سره لاهم د سولې په برخه کې خنډونه شته چې کولای شي د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت هم طالبان سولې پروسې ته په نه‌تمایل تورن کړي او ویلي دي چې طالبانو د سولې له هوکړې وروسته هم خپلو حملو ته زور ورکړی او په دې موده کې يې نږدې زر تنه ولسي وکړي وژلي دي.

د سرمقالې لیکوال له زلمي خلیل‌زاد غوښتنه کړې چې باید د سولې پروسې سره د طالبانو دلچسپي تضمین کړي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور په تېرو څو میاشتو کې سلګونه افغان سرتېرو او ولسي وګړو ته د طالبانو په حملو کې زیان رسېدلی دی.

                 انیس ورځپاڼې هم لیکلي دي چې که څه هم د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې هوکړې ته د ډېرو خلکو سترګې وې، خو د سرمقالې د لیکوال په وینا لا هم په افغانستان کې جګړه دوام لري او هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

ورځپاڼې وړاندې په سرمقاله کې پر افغان ځواکونو د تېرې جمعې د ورځې حملې ته اشاره کړې او  لیکلي  ئې دي ، په زابل کې د افغان ځواکونو په کاروان د طالبانو حملې د سولې په برخه کې یو وار بیا د افغانانو هیلې مړاوې کړې دي.

د سرمقالې په دوام له وسله‌والو طالبانو غوښتنه شوې د کرونا ویروس د خپرېدو په اوج او د سولې د روانو خبرو اترو پر مهال باید تاتریخوالی کم او یا هم په بشپړ ډول ودروي ترڅو د سولې خبرې په سمه توګه پر مخ ولاړې شي.