د لندن خلکو د حکومت پرضد عجیبه اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90618-د_لندن_خلکو_د_حکومت_پرضد_عجیبه_اعتراض_وکړ
زمونږ خبریال وايي د انګلستان په پلازمینې په لندن کښې خلکو د کورونا ویروس په هکله د حکومت د اقداماتو پرضد عجیبه اعتراض وکړ او په لسګونو کسان د لومړي وزیر بوریس جانسن د سلاکار ډومینک کومینګز د کور د باندې په ځمکه څملاستل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 08, 2020 15:56 Asia/Kabul
  • د لندن خلکو د حکومت پرضد عجیبه اعتراض وکړ

زمونږ خبریال وايي د انګلستان په پلازمینې په لندن کښې خلکو د کورونا ویروس په هکله د حکومت د اقداماتو پرضد عجیبه اعتراض وکړ او په لسګونو کسان د لومړي وزیر بوریس جانسن د سلاکار ډومینک کومینګز د کور د باندې په ځمکه څملاستل .

هسې خو به تاسو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره اکثره خلک لیدلي وو چې اعتراض او احتجاج کوي خو په لندن کښې خلکو د حکومت د اقداماتو پرضد عجیبه ډول احتجاج وکړ .

د لندن خلکو د کورونا ویروس پرضد د حکومت په ناکافي اقداماتو باندې د اعتراض د څرګندولو لپاره د لومړي وزیر د سلاکار ډومیینګ کومیننګز د باندې له پلې کارډونو سره یوځاې په ځمکه څملاستل او خپل احتجاج یې اعلان کړ .

د ویلو ده چې په بریتانیا کښې د کورونا ویروس له کبله تراوسه له څلویښت زرو (۴۰۰۰۰) څخه زیات کسان مړه شوي او دوه لکه او څلور اتیا زره کسان په دغه ویروس ککړ شوي هم دي .

خو خپلواکه سرچینې په بریتانیا کښې د کورونا له کبله د وژل شویو او د ککړو شمیر له حکومتي شمیر څخه څو برابره زیات ګڼي .