د هندوستانی فوځیانو په برید کې د کشمیري ځوانانو وژل کېدا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90624-د_هندوستانی_فوځیانو_په_برید_کې_د_کشمیري_ځوانانو_وژل_کېدا
هندي ځواکونو یو ځل بیا په کشمیر کې نظامي عملیات پیل کړي چي په ترڅ کې یې ۹ کشمیري ځوانان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2020 12:09 Asia/Kabul
  • د هندوستانی فوځیانو په برید کې د کشمیري ځوانانو وژل کېدا

هندي ځواکونو یو ځل بیا په کشمیر کې نظامي عملیات پیل کړي چي په ترڅ کې یې ۹ کشمیري ځوانان وژل شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس په حواله، هندي ځواکونو په کشمیر کې د یو نظامي عملیات په لړ کې د شوپیان په سیمه کې کورونه وران کړي او ۹ کشمیري ځوانان یې وژلي دي.

په دغه عملیات کې ۳ هندي نظامیان هم ټپیان شوي دي.

هندوستان د تېرو لسو میاشتو راهیسې د کشمیر د خودمختاری په لغوه کولو او د نظامي حکومت په اعلانولو سره په کشمیر کې د مسلمانانو د نفوس د جورښت د تغییر په لټه کې دی.

هندوستان به تېرو دریو لسیزو کې ۱۰۰ زره کشمیریان یې وژلي او ۱۰ زره یې لادرکه کړي دي.

د خبر پای/.