د تهران او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90677-د_تهران_او_ځينی_نورې_نړیوالې_نننیۍ_ورځپاڼۍ
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیتی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم د تهران او ورپسې هم ځيني نوره ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2020 09:05 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیتی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم د تهران او ورپسې هم ځيني نوره ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

    دا هم د تهران  ورځپاڼو په سر کې  کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپل نننی انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،  د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي له بلومبرګ خبری سایټ سره په خبرو کې به جنوبی کوریا کې د ایران د اسعاري  سرچینو په بندولو کې ددغه هیواد  د چارواکو په کړنو په سختو نیوکو سره  وئيلی دي ،که د جنوبی کوریا  بانکونه  دایران اسعاري شتمنۍ آزادې نه دکړي ، نو د دوي په خلاف به قانوني کاروائي وکړي .

 ورځپاڼې  په دوام کې لیکلي دي ، د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز  ځواک په یوې اعلامیې کې  ګواښ کړی ، عراقي چارواکي دې  له امریکایانو سره خبرواترو ته زړونه خوشاله نه کړي  ځکه دوي هرچرته ئې چې  ګټې وي په چارو کې پرمخ ځي  او که ګټې ئې ایجاب نه کړي ، نو درست کارونه په اوبو لاهو کوي .

په امریکا کې د توکمپالنې په ضد د ولسی  اعتراضونو  په  دوام کې دپاریدلو خلکو په مظاهرو  کې حالات دترینګلتیا په لور روان دي . په داسې حال کې چې خیال کید،  په امریکا کې نور اعتراضونه ځپل کیږي ،خو  خبرونه رارسیږي ، چې  د سیاټل ښاروالۍ ودانۍ   مظاهره چیانو په لاس  نیول شوي او  د امریکا د کشفونکي  کریسټوفر کولمبس مجسمه ئې رانسکوره کړي او ورته ئې اوور اچولی  دی همداراز وئيل کیږي ، په ځينو ښارونو کې  وضعیَت تر جنګی حالاتو رسیدلی او له خلکو زیات امنیتی  ماموران او ټانکونه او زغرګاډي تر سترګو کیږي .

              دا  هم د تهران جام جم ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلی دي ، د  اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  په یولړ څرګندونو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان بیا هم د ایران د ملت په ضد په دسیسې پسې دي ، وئيلی دي ،لکه څنګه چې  په راتلونکو میاشتو کې  هغه ځاي ته رسیږو ، چې  په  د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس  دایران په ضد  د وسلو د بندیز وخت پاي ته رسیږي ، له همدااوسه  امریکایان د ایران د دفاع د تاریخ  ددغې مهمې ورځې په نسبت لالهانده او سربداله  شوي او نیّت لري ،  یو پریکړه لیک برابر کړي او امنیت شورا ته ئې وړاندې کړي ، چې  دغه بندیزونه  بیا هم تمدید شي ،نو باید ووایو چې  هیڅ به په لاس ورنشي او باید   د روسیې او چین په څير هیوادونه دې  د امریکا دنوو دسیسو په مقابل کې کلک  ودریږي او نور دا مریکایانو یواړخیزتوب ته د دوام اجازت ورنکړي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له خبرو او سیاسي لارې په هیواد کښې د جنګ د ختمیدا او د کړکیچ د هواري پر اړتیاپه  ټینګار وئيلی دي ،  دجنګ ځپلی افغانستان اوسنی وضعیّت هواری ، هیڅکله  هم  پوځي  لاره نه ده بلکې په دغه هیواد کې  سوله اوثبات یوازې د  بین الافغانی خبرواترو او  د داخلی ثبات له لارې د حل وړ دی  باید بهرني لوري نور په دغه هیواد کې   له ګوت وهنو ډډه وکړي . 

 دسورئې پوځ او مقاومتي ځواک  په الحسکه او ادلب ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  یوشمیر کلی او ښارګي  د  جنایتکارو ترهه ګرو  له سپيرومنګولو آزاد کړي  او دهغوي په لسګونو هغه ګاډي چې   سترې وسلې پرې لګیدلي وې ، هم تباه کړي دي .

 په پاکستان کې  د کروناویروس خوریدا  تر خطرناک حده رسیدلې او وئيل کیږي ، پرون   په درست هیواد کې  له پنځو زرو زیات کسان په کرونا ویروس ککړ شوي او دغه راز څه دپاسه سل ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

د یمن  په چارو کې  دملګروملتو ځانګړي استازي ګواښ کړی که په موقعې  د یمن د مظلومو خلکو روغتیائي مرستې ونشي ، نو ممکنه ده څو میلیون یمن وال بچي او ښځې  خپل ژوند له لاسه ورکړي .  داپه داسې حال کې دي چې ځيني خبري سرچینې وائي د سعودي ائیتلاف تیریګرو جنګي الوتکو پرون هم  دیمن په صنعا  شاوخوا سیمو باندې  په کلسټربمونو سره سخته بمباري کړې چې وئيل کیږي  دغه شان بمبارۍ  د نړیوالو قوانینو په  اساس  په سختۍ سره منع  دي .

دا هم د تهران چاپ  همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي  دي ، د ناتو موسیسې  عمومی منشي ینس سټولتنبرګ  د چین له هواوی  شرکت سره  دملګرتیا په باب  انګلستان ته په خبرداری سره  وظیلي دي ، لویدیځ  د چین راپورته کیدا باندې سترګې نشي پټولی  او  په همدې خاطر مهمه ده چې  انګلستان د خپل امنیت د تضمین لپاره په 5 جی  چینل کې د هوآوی شرکت په رول باندې بیا کتنه وکړي .

د عراق  الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک ددغه هیواد له پوځ سره یو ځاي په  ګډو پاکونکو عملیاتو کې  په صلاح الدین ولایت کې د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه تباه کړي او د هغوي یو شمیر جنایتکار ئې  هلاک اونیولي  او له هغه ځایه ئې زیات شمیر وسله ،تجهیزات، وسایل او چاودیدونکي توکي هم کشف او ضبط کړي دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي، د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي د اسلامي ملګرتیا موسسې په اینټرنیټي یا مجازي  غونډې کښې پخپلې ویا کې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو د پلان د ناکامولو لپاره د نړیوالې جبهې د جوړیدا غوښتنه کړې او وئيلی ئې دي ،  که وحشي صهیونیسټي رژيم  په دغې دسیسې کې  بریالی شي ، نو باید د نورو  اسلامی ټاټوبو  وار د واره له لاسه ورکولو په تمه هم  ووسو .

                      اوس هم راګرځو ځینو نورو نړیوالو ورځپاڼو ته البته باید ووایو چې دغه درستې لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.

  په سر کې هم د پاکستان دنیا ورځپاڼه ده  دغې ورځپاڼې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلی دي ،د پاکستان د لاهور لوړې محکمې یا هائي کورټ د چینۍ یا بُرې (شکرې)   دبیّو  او غبن په باب څيړونکي کمیټې تر لسو ورځو پورې  له  اقداماتو منع کړې  او حکم ئې صادر کړی څو خلکو ته  دې یو کلو چیني په اویا روپو کې د ترلاسه کولو  یقین ورکړل شي .

په دغه سایټ کې لیکل شوي دي ، د پاکستان دمسلم لیګ ن څانګې مشر  شهباز شریف هم په کرونا ککړ شوی دی .راپورونه ښئ په تیر شواروز کې  په پاکستان کې د کرونا خوریدا  یو ځل بیا بې کنټروله شوي  او  وئيل کیږي ، چې  په تیر شواروز کې  په درست هیواد کې په کرونا  کابو پنځه زره  اته سوه څلور دیرش کسان ککړ شوي او دغه راز  یو سل یو ککړو کسانو هم خپل ژوند  له لاسه ورکړی چې په دې سره په دغه هیواد کې د  کرونا د قربانیانو شمیر کابو دوه زره درو سوو تنو ته رسیدلی دی .

په پاکستان کې نانبایانو  ساده ډوډۍ بیّه  تر اتو  روپو پورې او د  نان بیّه هم تر دولس روپو پورې    رسولې ده .

             دا هم د پاکستان جنګ ورځپاڼه ده چې  پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ، په دغه هیواد کې په کرونا دککړو کسانو شمیر  کابو یو لک نولس زره پنځه سوه شلو  او د قربانیانو شمیر هم  کابو دوه زره درو سوو زیات شوی او دغه راز په درملنې پسې  کابو  اته دیرش زره څلور سوه کسان هم ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،  د پاکستان د اسلام اباد لوړې محکمې یا هائي کورټ  د دغه هیواد دپخواني لومړي وزیر نواز شریف  چې نن سبا په لندن کې د درملنې په پلمه شپې سبا کوي ،له ضمانت پرته دنیولو حکم صادر کړی دی .

د بحرین د  بشری حقوقو د خپلواکه ادارې مشر نبیل رجب  له ډيرې مودې بند ورورسوته خوشی شوی دی . ویئل کیږي ، په تیرو لسو کلونو کې په بحرین کې  نبیل رجب  څو ځله د آل خلیفه رژيم قضائي محکمې نیولې او  له څو میاشتو بنده وروسته ئې خوشی کړی دی . 

دپاکستان د پوځ مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا د افغانستان   کابل ته له یوه ورځني سفر وروسته چې ددغه هیواد ولسمشر  اشرف غني پشمول ئې له لوړپوړو  سیاسی او پوځي چارواکو سره لیده کاته کړي دي ،  وئیلی دي ،پاکستان تل  په افغانستان کې سوله او کراری غواړي  او  په دې اړه ئې د زړه له کومې  په دغه هیواد کې دسولې اوثبات د ټينګیدو لپاره رول لوبولی دی او دغه شان به  خپل دغه رول لوبونې ته دوام ورکړي . داپه داسې حال کې دي چې  په همدارووستیو کې  د افغانستان او پاکستان د ځينو سرحدي ترینګلتیاؤ له امله د دواړو هیوادونو سیاسی اړیکې تر یوه حده خړې پړې شوي وې  او  کابل ته د  پاکستان د  پوځ دمشر قوماندان سفر هم ددغو خړو پړو ا ړیکو د رغولو په موخې سره شوی دی .

                    د هم فارن پالیسي  امریکائي خپرونه ،  دغې خپرونې لیکلی دي ، د افغانستان حکومت اعلان کړی چې په بشپړ ډول له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتووالی لري، خو آیا طالبان هغه کسان دي چې خبرې ورسره ممکنې وي؟

دا پوښتنه فارین پالېسي خپرونې مطرح کړې ده؟

د خپرونې په لیکنه په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ خبرو ته ګامونه ورنږدې کېږي، د دغې ډلې په څو برخو وېشلو  ښایي د بحران د هواري لپاره رامینځته شوې هیلې له خطر سره مخامخ کړي دي .

دغه خپرونه بیا لیکي ،د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې په دوحه او اسلام‌اباد کې ئې د طالبانو له استازو او پاکستانيو چارواکو سره لیدلي دي، کابل ته تللی څو د افغانانو ترمینځ د خبرو د عملي بهیر د پیلېدو لپاره د ټولو لورو ترمنځ توافق ترلاسه کړي.

فارین پالېسي لیکي، ښایي طالبان په راتلونکي کې له یوې یاغي ډلې څخه په یوې سیاسي لوبغاړي بدله شي.

           ډیپلومات خپرونې هم  په افغانستان کې د کرونا ویروس پر وضعیت تبصره کړې ده چې اوس په یوه لوی بحران بدل شوی دی.

د خپرونې په لیکنه د څو لسیزو جګړو له کبله د افغانستان روغتیایي سیستم سخت زیانمن شوی  او اوس دا هېواد د کرونا ویروس د خورېدو د څارنې وړتیا نه‌لري.

د مطلب په دوام کې راغلي، په ویروس ککړو تجهیزاتو او افرادو د ناروغو کسانو درملنې د دې هېواد وضعیت  نور هم کړکېچن کړی دی.

ډیپلومات خپرونه د مطلب په پای کې لیکلي اوربند ته د رسېدو په برخه کې جګړو د ښکېلو خواوو ناکامي د دې سبب شوه چې په افغانستان کې کرونا ویروس ته په سمه توګه پام ونه‌شي او په نتیجه کې یې زرګونه کسان له دې ویروسه اغېزمن شوي دي .