بې عدالتي او بې قانونه اقدامات به دملګروملتودریځ بدل نه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90692-بې_عدالتي_او_بې_قانونه_اقدامات_به_دملګروملتودریځ_بدل_نه_کړي
باید ووئیل شي آخر تر څو به نړیواله ټولنه او نړیوال اورګانونه په د امریکا ددغو کلنګ اخستنو او بلاغواړو لوبو سترګې پټوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 12, 2020 00:52 Asia/Kabul
  • بې عدالتي او بې قانونه اقدامات به دملګروملتودریځ بدل نه کړي

باید ووئیل شي آخر تر څو به نړیواله ټولنه او نړیوال اورګانونه په د امریکا ددغو کلنګ اخستنو او بلاغواړو لوبو سترګې پټوي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ،  دملګرو ملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  بیګا د هیګ نړیوالې محکمې  دڅو چارواکو په ضد د امریکا دبندیز  د لګولو په فیصلې اندیښنه ښودلې ده .

 انتونیو ګوتریش  د  امریکا د دغې فیصلې په غبرګون کې روښانه کړې ده ،  له بې عدالیتو او بې انصافیو سره  د مقابلې د ضرورت په باب به دملګروملتو دریځونه بدل نشي .

   داپه داسې حال کې دي چې  د امریکا ولسمشر ټرمپ او ورسره د هغه سرزوري ټیم  اوس د نړیوالو محکمو د  هغو چارواکو  بایکاټولو ته مخه کړې ، چې  د دوي  د خوښې په اساس  فیصلې  نه کوي او  د دوي بې انصافۍ او غیر قانوني چلندونه د نړیوالو  نندارې ته وړاندې کوي .  خو باید ووئیل شي آخر تر څو به نړیواله ټولنه او  نړیوال اورګانونه  په دغو کلنګ اخستنو او بلاغواړو لوبو سترګې پټوي .