بې عدالتي او بې قانونه اقدامات به دملګروملتودریځ بدل نه کړي
باید ووئیل شي آخر تر څو به نړیواله ټولنه او نړیوال اورګانونه په د امریکا ددغو کلنګ اخستنو او بلاغواړو لوبو سترګې پټوي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، دملګرو ملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش بیګا د هیګ نړیوالې محکمې دڅو چارواکو په ضد د امریکا دبندیز د لګولو په فیصلې اندیښنه ښودلې ده .
انتونیو ګوتریش د امریکا د دغې فیصلې په غبرګون کې روښانه کړې ده ، له بې عدالیتو او بې انصافیو سره د مقابلې د ضرورت په باب به دملګروملتو دریځونه بدل نشي .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ او ورسره د هغه سرزوري ټیم اوس د نړیوالو محکمو د هغو چارواکو بایکاټولو ته مخه کړې ، چې د دوي د خوښې په اساس فیصلې نه کوي او د دوي بې انصافۍ او غیر قانوني چلندونه د نړیوالو نندارې ته وړاندې کوي . خو باید ووئیل شي آخر تر څو به نړیواله ټولنه او نړیوال اورګانونه په دغو کلنګ اخستنو او بلاغواړو لوبو سترګې پټوي .