ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۳-۹۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90718-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۴_۳_۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سرهستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2020 08:27 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۳-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سرهستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

نو وړومبې هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله يې وليکل: بنديزونو او کورونا وائرسو ونه کړې شول زمونږ تګ اودروي.

ډاکټر حسن روحاني په خراسان رضوي او اصفهان صوبو کښې د صنعتي منصوبو د پرانېستې په موقع په خپله وېنا کښې د فولادو د توليدو دوه برابره زياتېدو او همدارنګ د کورنيو محصولاتو د توليد زياتېدو ته په اشارې سره وويل: بنديزونواو د کورونا وائرسو خپرېدو ونه کړې شول چې زمونږ د ودې او ترقۍ په لار د تګ مخه ونيسي.

هغه زياته کړه سږ کال د معظم رهبر لخوا د توليد د ځغل کال اعلان شوے دے نو پکار دي په دې لړ کښې داسې حرکت وکړوو چې دا کال زمونږ د ملت او ټولو چارواکو لپاره له افتخار وړ کال وګرځي.

---------

د تهران چاپ ايران اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د خارجه وزارت د وياند په حوالې سره وليکل:امريکنيان به ډېر زر د ايران د ملت په وړاندې په ګونډو شي. د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي په خپل يو ټوئيټ کښې د ايران د خلقو په خلاف د بنديزونو د دباو په نتائجو د امريکائي چارواکو د خوشحالۍ د څرګندونې په ځواب کښې تاکيد وکړ، امريکائي چارواکي به ډېر زر د ايران د ملت په وړاندې په ګونډو شي. هغه د ايران په چارو کښې د امريکې خاص استازي برايان هوک ته په خطاب سره يادونه وکړه، يو داسې حکومت چې سياست يې په څټ باندې د دباو په بنياد وي که هغه يې خپل خلق وي او که د نړۍ خلق، بايد چښې په عامه خلقو باندې په دباو راوړلو او ورسره په اقتصادي ترهه ګرۍ خوشحال شي.

د يادونې ده چې هوک له العربيه سره په يوه مرکه کښې په ايران باندې د بنديزونو په نتائجو خوشحالي څرګنده کړه.

ورځپاڼې د افغان سرچينو له قوله په يو بل خبر کښې وليکل: کابل کښې د جُمعې د نمانځه په مهال چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه.

د ورځپاڼې د خبر له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د کابل ښار درېمې حوزې اړوند په شېرشاه سوري نومې جومات کې د نمانځه په مهال د ځاے پرځاے شویو چاودیدونکو توکو چاودنې له کبله د دغه جومات ملا امام مولوي عزیزالله مفلح په ګډون څلور تنه وژل شوي دي . د پېښې عیني شاهدان وایي چې چاودنې له لسو ډېرو کسان زخمي کړې دي.

د چاودنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي، دا په روانه میاشت کې دویمه چاودنه ده چې د ملاامام په ګډون پکښې عامه خلق وژل کېږي له دې وړاندې د وزیر محمد اکبرخان جومات کښې چاودنې د ملاایاز نیازي ژوند اخیستی ؤ.

------

د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې جمهوري اسلامي په يو خبر کښې وليکل: ايران په مختلفو برخو کښې له روسيې سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ. د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد باقر قاليباف، خارجه وزير محمد جواد ظريف او د ولسمشر وړومبني مرستيال اسحاق جهانګيري د روسيې خپلو همسنګو چارواکو ته په بيله بيلو پېغامونو کښې د روسيې د ملي ورځې په موقع مبارکي وويله.

د يادونې ده چې د ۱۹۹۰ کال د جون په دولسمه نېټه د شوروي فيډراټيو سوشلېسټي جمهوريت د ولسي استازيو وړومبني کانګرېس د روسيې حکومتي خپلواکۍ بيانيه تصويب کړه او يو کال وروسته ولسي انتخابات اوشول، بوريس يلتسن په دغو انتخاباتو کښې کامياب شو او د شوروي اتحاد له دړې وړې کېدو وروسته د روسيې وړومبنےولسمشر  شو.هر کال دغه ورځ د روسيې د ملي ورځې په توګه پېژندل کيږي.

------

ورځپاڼو ته کتنه پروګرام په دې برخه کښې به اوس د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو. چې په سر کښې جنګ ورځپاڼه ده. دغې ورځپاڼې په خپله غټه سرخۍ کښې وليکل: د پاکستان وفاقى حکومت د دوه زره شلم او يويشتم مالياتى کال لپاره بجټ وړاندې کړ. دکال دوه زره شلم او يويشتم مالياتى کال لپاره مالى بجټ وفاقى وزير حماد اظهر پرون  وړاندې کړ، د بجټ ټوټل تخمينه اووه زره، اووه سوه، دويشت ارب روپو نه سيوا ده، چي پکښي درې زره، نهه سوه، درې شپيته ارب روپۍ د ايف بى آر ريوينو هدف کيښودې شوے او دفاعي بجټ دولس سوه نوي اربه روپي مختص کړے شوے دے ، د بجټ مجموعي خساره درې زره، درې سوه، اوه ديرش ارب روپۍ لګولې شوې ده.

د پاکستان د حکومت لخوا د دوه زره شلم او يوشتم مالې کال بجټ اپوزيشن ګوندونو مکمل رد کړے او ويلي يې دي چې حکومت د آئى ايم ايف په رائې سره  بجټ تبار کړے دے چې پکښې يې سرکاري ملازمينو، پېنشنيانو او غريب ولس سره د ريليف او فري بجټ په نوم غټه دهوکه کړې ده.

-----------

د پاکستان اسلام اباد چاپ يوې  بلې دنيا نومې ورځپاڼې د نورو ډېرو خبرو ترڅنګه وليکل: د پاکستان په پنډۍ کښې په چاودنه کښې پينځلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاکستان د پنډۍ په صدر سيمه کښې د موټر سائيکل بم  چاودنه کښې لږ تر لږه يو کس مړ او پينځلس نور ژوبل شول .

دا په داسې حال کښی ده چی د زيارت په ورځ  هم د پاکستان د فوځ د رپوټ له مخې په ميرانشاه کښې د عسکرو دګاډي په لاره کښی د بم چاودنې له امله دوه عسکر مړۀ او دوه هم ژوبل شوي وو.

----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې:

د کابل چاپ ورځپاڼو په جوماتونو کښې د چاودنو او د افغان سولې پروسې په اړه ليکنې او تبصرې کړې دي.

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، 'د دښمن د منظمو بريدونو زړه بوګنوونې څپه.'

په سرمقاله کې د شېرشاه سوري جامع جومات ملا امام مولوي عزیز الله مفلح وژلې ته اشاره شوې او ویل شوي دا په لنډ وخت کې په کابل کې دويم برید دے چې دیني عالمان په‌کښې په نښه کېږي، له دې وړاندې د وزیر محمد اکبر خان جومات ملا امام محمد ایاز نیازي هم په داسې چاودنه کښې وژل شوے و.

د لیکوال په اند دا بريدونه د افغانانو د سر سړيو په تېره بيا پر هغو ديني عالمانو کېږي چې د دغه دښمن له‌خوا ناروا جګړه غندي او د اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلاف‌يې بولي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې په جوماتونو کې د افغانو د دښمنانو له‌خوا پر سترو ديني عالمانو دا ترهګريز بريدونه منظمه دسيسه ده.

لیکوال سپارښتنه کوي چې افغان حکومت بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او د داسې بريدونو د مخنيوي لپاره په ټول وس هلې ځلې وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي افغان ولس نور بايد د غفلت له خوبه راويښ شي او په اسلامي او افغاني جذبې سره د دغه دښمن په ضد راپورته شي.

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په کابل کې د جامع جوماتونو د ملا امامانو ترور زیات شوی.

په سرمقاله کې یادونه شوې، دا دیني عالمان داسې مهال ترور کېږي چې وژل شویو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه، انتحاري او نورې خونړۍ حملې ناروا ګڼلې.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې افغان حکومت باید په جوماتونو کې د دیني عالمانو وژونکي پیدا کړي او سزا ورکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي د افغانستان کلکه سنتي ټولنه ده، که چېرې حکومت دغه مسئله جدي ونه‌نیسي، ممکن د دیني عالمانو وژنه ورته درنه تمامه شي، بیا ولس په خپله لاس په کار کېږي، د دیني عالمانو د وژونکو پر ضد خپله ګامونه اخلي.

ویسا ورځپاڼې بیا د افغان سولې او په دې اړه د وروستیو پرمختګونو په باره کښې لیکنه او تبصره کړې.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني موقت حکومت نه‌مني، خو د لیکوال په اند د سولې په پروسه کې مؤقت حکومت جوړېدل یو حتمي امر بلل کېږي.

ویسا لیکي ولسمشر غني تل د سولې په پروسه کې له جمهوري نظام او اساسي قانون نه ننګه او ملاتړ کوي، د لیکوال په باور له جمهوري نظامه د ولسمشر ننګه بې‌ځایه ده ځکه چې ولسمشر له ۲۰۱۴ راهیسې په څو څو ځله اساسي قانون تر پښو لاندې کړے.

د سرمقالې په پای کې راغلي دي، هيله ده ولسمشر غني د دې په ځای د سولې پروسې سره د صداقت لاره خپله کړې تر څو د ملت کړاوونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

---------