د عراق حزب الله وایي امریکا د اعتماد وړ نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90736-د_عراق_حزب_الله_وایي_امریکا_د_اعتماد_وړ_نه_ده
د عراق د حزب الله کنډکونو د امریکا او عراق ترمینځه د ستراتیژیکو خبرو اترو د لومړي پړاو پيل ته په اشارې سره خبر ورکړ چې امریکا د اعتماد وړ نه ده او د امریکې هرډول هڅه چې د عراقي پارلمان مخنیوی وکړي د واشنګټن لپاره به ډیر لګښت ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2020 06:50 Asia/Kabul
  • د عراق حزب الله وایي امریکا د اعتماد وړ نه ده

د عراق د حزب الله کنډکونو د امریکا او عراق ترمینځه د ستراتیژیکو خبرو اترو د لومړي پړاو پيل ته په اشارې سره خبر ورکړ چې امریکا د اعتماد وړ نه ده او د امریکې هرډول هڅه چې د عراقي پارلمان مخنیوی وکړي د واشنګټن لپاره به ډیر لګښت ولري.

د قرآن خبري آژانس څخه په نقل، د عراق حزب الله  نن په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې امریکا په داسې وخت کښې د واشنګټن او بغداد ترمینځه د ستراتیژیکو خبرواترو ته چمتو شوې چې پوهه شوې نور په عراق کښې ځای نه لري.

د عراق د حزب الله په بیانیه کښې راغلې چې امریکا د اعتماد وړ نه ده او د امریکې هرډول هڅه چې د عراقي پارلمان مخنیوی وکړي د واشنګټن لپاره به ډیر لګښت ولري.

د عراق د حزب الله کنډکونو زیاته کړه: امریکا یو جنایي تاریخ لري او د نړیوال قانون څخه په سرغړونه مشهور ده. نو ځکه امریکا باید پوهه شي چې که غواړې د عراق د پارلمان لخوا د امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړه خنډه کړي نو دوي لپاره به ډیر لګښت ولري.

د بیانیې په دوام کښې راغلې دي: هغه کسان چې په عراق کښې د نیواکګرو ځواکونو د ساتلو هڅې کوي، باید چې پوه شي چې دوي د عراقیانو له قهر سره چې غواړي دغه نیواکګر وشړي د امریکې له شتون څخه ملاتړ نشي کولی.

د عراق د حزب الله کنډکونو ټینګار وکړ چې عراقیان په خپل یووالي سره د داعش پر وړاندې ودرېدل او اوس د نیواکګرو په وړاندې متحد شوې او ودریدلي دي.