ټرمپ د امریکې په پولیسو کښې د اصلاحاتو حکم لاسلیک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90813-ټرمپ_د_امریکې_په_پولیسو_کښې_د_اصلاحاتو_حکم_لاسلیک_کړ
د امریکې ولسمشر په دغه هیواد کښې د توکمیز توپیر خلاف له پراخو اعتراضونو سره سره د پولیس د جوړښت د اصلاح لپاره اجرايي حکم لاسلیک کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2020 12:15 Asia/Kabul
  • ټرمپ د امریکې په پولیسو کښې د اصلاحاتو حکم لاسلیک کړ

د امریکې ولسمشر په دغه هیواد کښې د توکمیز توپیر خلاف له پراخو اعتراضونو سره سره د پولیس د جوړښت د اصلاح لپاره اجرايي حکم لاسلیک کړ.

په ټوله امریکا کښې د توکمپالنې خلاف اعتراضونو له پیلیدو او د معترضانو خلاف د پولیسو له خونړي تشدده د څو اونیو په تیریدو سره د دغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون په پولیس ځواکونو کښې د اصلاحاتو د اجرا حکم لاسلیک کړ.

ټرمپ د دغه حکم د لاسلیکولو په وخت د توکمپالنې او د امریکايي پولیسو په لاس د رنګین پوستو وژل کیدو ته هیڅ اشاره ونه کړه.

د امریکې د ولسمشر اجرايي حکم د پولیسو د کړچار د ښه کیدو په موخه پلان شوی او یوه برخه یې د شکمنو کسانو خلاف د پولیسو په ناوړه کړنو او تشدد پورې د اړوندو اطلاعاتو بانک د جوړولو په هکله ده.

ټرمپ دغه اجرايي حکم ته په اشارې سره وویل چې هیله من دی د پولیسو په تشدد باندې اعتراض کونکي قانع کړې شي.