ټرمپ د امریکې په پولیسو کښې د اصلاحاتو حکم لاسلیک کړ
د امریکې ولسمشر په دغه هیواد کښې د توکمیز توپیر خلاف له پراخو اعتراضونو سره سره د پولیس د جوړښت د اصلاح لپاره اجرايي حکم لاسلیک کړ.
په ټوله امریکا کښې د توکمپالنې خلاف اعتراضونو له پیلیدو او د معترضانو خلاف د پولیسو له خونړي تشدده د څو اونیو په تیریدو سره د دغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون په پولیس ځواکونو کښې د اصلاحاتو د اجرا حکم لاسلیک کړ.
ټرمپ د دغه حکم د لاسلیکولو په وخت د توکمپالنې او د امریکايي پولیسو په لاس د رنګین پوستو وژل کیدو ته هیڅ اشاره ونه کړه.
د امریکې د ولسمشر اجرايي حکم د پولیسو د کړچار د ښه کیدو په موخه پلان شوی او یوه برخه یې د شکمنو کسانو خلاف د پولیسو په ناوړه کړنو او تشدد پورې د اړوندو اطلاعاتو بانک د جوړولو په هکله ده.
ټرمپ دغه اجرايي حکم ته په اشارې سره وویل چې هیله من دی د پولیسو په تشدد باندې اعتراض کونکي قانع کړې شي.