چین او هندوستان د حالاتو سمول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90831-چین_او_هندوستان_د_حالاتو_سمول_غواړي
زمونږ خبریال وايي په لداخ سیمه کښې د چین او د هندوستان ترمینځ له دوه(۲) ورځنۍ لاس په لاس سرحدي جګړې وروسته چې د نوي ډیلي شل (۲۰) حکومتي عسکر پکښې وژل شوي وو د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو په ټیلي فون باندې خبرې وکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 07:24 Asia/Kabul
  • چین او هندوستان د حالاتو سمول غواړي

زمونږ خبریال وايي په لداخ سیمه کښې د چین او د هندوستان ترمینځ له دوه(۲) ورځنۍ لاس په لاس سرحدي جګړې وروسته چې د نوي ډیلي شل (۲۰) حکومتي عسکر پکښې وژل شوي وو د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو په ټیلي فون باندې خبرې وکړې

او موافقه یې وکړه چې نوی ډیلی او پیکینګ د هیمالیه په لانجمن سرحد کښې د سولې او د ارامښت د تضمین لپاره دوه اړخیزه موافقو ته پاې بند ووسي .

د هندوستان د خارجه چارو وزیر جی شنکر او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي موافقه وکړه چې په سرحد کښې حالات  به په مسولانه ډول سم کړي او دواړه هیوادونه به د موجودو موافقو درنښت وکړي .

د هندوستان حکومت وویل چین او هندوستان به د حالاتو د خرابیدا لپاره هیڅ اقدام ترسره نکړي او د دوه اړخیزه موافقو او تړونونو سره سم به سوله او ارامښت تضمین کاندي .

د چین حکومت هم وویل چې د هندوستان او د چین خارجه وزیرانو خبرې به د حالاتو له ښه کیدا سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه څرنګه چې د هندوستان خارجه وزیر د خپل هیواد دریځ اعلان کړ او هغوې د حالاتو د ښه کیدا لپاره نرمه لهجه وکاروله .