د ایران او چین د نظر یووالی  د رغنده همکاریو بنیاد دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178820-د_ایران_او_چین_د_نظر_یووالی_د_رغنده_همکاریو_بنیاد_دی
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د شخړې د کمولو او د سیمه ایز ثبات د ساتنې په لړ کښې د تهران او بیجنګ د نظر په یووالي ټینګار وکړ.
(last modified 2026-09-26T06:44:19+00:00 )
Sep 26, 2026 10:42 Asia/Kabul
  • د ایران او چین د نظر یووالی  د رغنده همکاریو بنیاد دی

پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د شخړې د کمولو او د سیمه ایز ثبات د ساتنې په لړ کښې د تهران او بیجنګ د نظر په یووالي ټینګار وکړ.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، مسعود پزشکیان تیره شپه په خپلې سوشل میډیا ولیکل: د اسلام آباد تفاهم ته له ستنیدو او د خبرواترو او مذاکرې له لارې د اختلافاتو له هواري په ملاتړ کښې د چین د ولسي جمهوریت د محترم ولسمشر ښاغلي شي جین پينګ د دریځونو قدرونه کووم.

هغه همداشان لیکلي دي: ایران هم دغه تفاهم ته د ستنیدو په ضرورت، د موافقې وړ ژمنو د اجرا او د جدي او نتیجه محوره مذاکراتو د دوام د زمینې په برابریدو ټينګار وکړ.

ښاغلي پزشکیان په پاې کښې ولیکل: د هیوادونو د حاکمیت د احترام، د شخړو د کمي او د سیمه ایزې صلحې او ثبات د ساتنې په ضرورت کښې د تهران او بیجنګ د نظر یووالی، د رغنده همکاریو د دوام مهم بنسټ دی.