د ښۀ ژوند کولو هنر
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90849-د_ښۀ_ژوند_کولو_هنر
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د ښه ژوندکولو دهنر نومې لړۍ له ننني اتلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې د ښه او غوره ملګري او دوست د ټاکنې په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2020 17:08 Asia/Kabul
  • د ښۀ ژوند کولو هنر

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د ښه ژوندکولو دهنر نومې لړۍ له ننني اتلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې د ښه او غوره ملګري او دوست د ټاکنې په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو،د قیامت ورځې یو ارمان،په دنیا کې د ناسمو دوستانو ټاکل دي .داسې دوستان چې انسان  ئې ګمراه کړی وي او کږ لاریو ته ئې ورسم کړی  وي .داسې  دوستان چې  په ظاهره دوست وي ،خو  په حقیقت کې  داسې دښمنان وو چې د دوي یعنی د انسانانو د بدبختۍ او ګمراهۍ  لامل شوي دي.

            دوستي او ملګرتیا د ژوند یو ارزښتمند نعمت دی . دوست ، هغه کس دی چې   د انسان همراز ، ملګری  او همدم دی  او  په ښو او بدو شرائطو کې د مونږ تر څنګ  کیدلی شي .  دغه شان دوستان  د مونږ لباره  روحي او نفسیاتي سلامتیا، بریالیتوب ، خوشالي او ښې شیبې راډالۍ کولی شي .  د ښه  او غوره ژوند لپاره   ښو دوستانو ته اړتیا  لرو ، حضرت امام علی علیه السلام  په یو ځاي کې فرمائي ؛ تر ټولو کمزوری اوبې وسه هغه څوک دی ، چې د دوستانو په جوړولو کې بې وسه وي  او له هغه لاکمزوری اوبې وسه هغه څوک دی چې  خپل دوستان له لاسه ورکړي ::::

           د دوست او ملګری جوړول یو مهارت دی  او د یوه سالم انسان توانمني،د ښو، باصفا، خوش اخلاق ،تاند او سمو  دوستانو پيداکول  دي .ځ يني د لوړو ټولنیزو  ارتباطاتو په دلیل ،    په دوست جوړونې   او موندنې کې ډير ښه استعدادونه لري ، خو  ځیني ځان منامه او تنهائي پسند کسان  محدودې اړیکې لري  او  دهغو دوستان کم  وي . البته  د ډيرو دوستانو درلودل حسُن  نه دی، بلکې د ښو، سمو ،رښتینو ،دیندارو او ښه فکر لرونکو  او د  نیکو او ښه نیّت لرونکو دوستانو  درلودل، نیک او ښه  کار حسابیږي .

هغه دوست  چې  انسان له ځان سره ملګری کوي ، د هغه فکر ، دهغه لاره او روده  او د هغه آئيډیاوې او ګروهنه ، پر انسان اغیزې شیندي .  انسان معمولا له اخلاقي چلند او حتی د خپل دین  له پلوه د خپل د وست په شان کیږي . اوس چې   دوست پر انسان دغه شان اغیزې شیندي ، نو د  دوست ټاکل ډير اهمیّت لري . د خداي ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په دې باب فرمائي ؛ انسان به  د خپل دوست پر دین وي ، پر دې اساس ، له تاسو هریو  دقت وکړي ، چې له چا سره دوستي  کوي او له چاسره ملګرتیا کوي .::: 

                قرآن کریم د فرقان سورې  په اته ویشتم او نهه ویشتم آیتونو کې  دې مهمې موضوع ته  مخه کړې ده او په جالبو خبرو سره ئې له یوه بل سره د جهنمیّانو متلونه یا مهاورې  بیان کړي دي .  هلته چې له هغوي یو وائي؛

لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنْسَانِ خَذُولًا ﴿۲۹﴾ ؛وائ وي پر ما،کاش! له فلاني سره  مو دوستي نه وائ کړي،  زمادوست له دې وروسته چې له خدای پلوه  راته حق  راغی،زه ئې ګمراه کړم  او  شیطان تل  دانسان په  نسبت   خوار او ذلیل کونکی  دی ::::

هو!   دقیامت په ورځ  ډیرې عجبیه صحنې  را مینځةکیږي ،چې له هغو ځيني  هغه بې ګټې آرمانونه دي  چې ظالمان ئې په تیر وخت کې  دځپلو غلطو کړنو په نسبت کوي  ؛ داسې پښمانه کیدا  چې  نور دهغوي  لپاره  اوس  هیڅ ګټه نه لري . دقیامت په ورځ  یو آرمان ،  په دونیا کې  د ناسمو  دوستانو ټاکل دي ، داسې دوستان چې  انسان ئې ګمراه کړی  او  هغه  ئې له لارې غړولی  او په کږه لاره سم کړی وي .  داسې دوستان چې  په ظاهره دوستان وو ، خو په حقیقت کې داسې خطرناک دښمنان  وو چې د دوي دبدبختۍ  او ګمراهۍ الم شوي  او انسان  ئې په ګناه او دنیاوي لوبو بوخت  کړی  او په نهایت کې ئې دوي  دوزخیان کړي دي ::::: 

                   خوږو ملګرو ، ښه دوستان  د بدو  دوستانو او ناسته پاسته کونکو  په اپوټه ،  دانسان په ژوند کې  ډيرې ښې او  تاندې څپي راپورته کوي ، دوي  د انسان تنهائي  کموي  او   هغه ته مثبته انګیزه او  انرژي ورپه برخه کوي .  ښه دوستان سټریس  کموي او د تاسو د ارادې او هوډ قدرت زیاتوي . دوي  د صمیمّیت او تاندوالي څخه ډکه فضا رامینځةک وي  او ښې شیبې ثبتوي . ښه دوستان لامل کیږي،د انسان لپاره ژوند آسان وبریښیږي  او د انسان په نظرکې  مشکلات واړۀ  او کمیږي . دوي  د انسان د مشکلاتو په اوج کې  ددوي پناه ځاي کیږي  او  په ملګرتیا او خواخوږۍ سره د دوي غوصې  او غمونه کموي،ښه اوحقیقي دوستان دخطرو په وخت او د مالي تنګڅو،کاري مشکلاتو او د کورنۍ دترینګلتیاؤ په وخت  له انسان سره مرسته کوي او په سختو شیبو کې آرامښت ډالۍ کونکي کیږي.ښه دوستان په انسان کې د انګیزې په زیاتولو سره  دهغه له بریالیتوبونو سره  مرسته کوي او د هغه د ودې اولوړتیا لاملونه برابروي .

               دوستي ا و  له دوستانه  او ښو اړیکو څخه برخمنیدا  یو انساني ضرورت دی .حتی که انسان یو ټولنیز موحود ونه پيژنو،مینه کول او دوستي یوه فطری اوباطني او نه انکاریدونکي چاره او یوه ضروري ښکارنده .اسلام د دوستۍ  او د دوست د ټاکنې لپاره غوره سپارښتنې کوي .دغه  آسماني دین  له ځينو کسانو سره دوستۍ  او له ځينو نورو څخه لیرې کیدا ته  سپارښتنه کوي . له پیغمبراکرم څخه وپوښتل شول،ترټولوښه دوست څوک دی؟نو وې وفرمائيل؛  هغه څوک چې ورسره لیده کاته  درته خداي یادوي،او دهغه ګفتار او کړچار سره ستاسو علم زیاتیږي  او کردار ئې  په تاسو کې د قیامت یاد  ژوندی کوي:::

           د حقیقي دوست دپيژندګلوۍ لارې  د پيغمبر  اکرم (ص) او معصومو امامانو علیهم السلام  په قولونو  کې ذکر شوي دي  او د دوستۍ پولې او حدونه  مشخص شوي دي . ښه دوست او ملګری  هغه  څوک چې خداي یادوي  او موخه ئې  هغه ته له رسیدا پرته  بل څه نه وي .  عاقل  وي او له پوهې  برخمن وي .  خیانتکار،ستمکار  او له یوه بله  دخبرو ګرَځوَلو یا د دوو په مینځ کې شیطاني کولو(سخن چین)څخه ډده کوي،بلکې  راز دار وي او حیاء ساتونکی وي .هماغه ډول چې حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي؛ له درو ډلو لیرې ووسئ ، یعني له خیانتکار و،ظالمانو،او شیطاني کونکو څخه لیرې ووسئ .ځکه  کله چې له نورو سره د تا په ګټه خیانت کوي ،نو یوه ورخ به وي،چې پخپله تا سره به هم خیانت وکړي! هغه کس چې له تا څخه په پلویتوب سره،د نورو حق چخڼي کوي او په ظلم  کولو عادت وي،بلاخره به  په تاهم ظلم وکړي .د دوو ترمینځ  دخبرو ګرځونکی(سخن چین)،هماغه شان  چې د نورو خبرې تاته راوړي،نو د تا خبرې به هم پرَدَیو ته رسوي .::: م

                   خوږو آ وریدونکو د ښه دوست یوه څرګنده ځانګړه دا ده چې خوش اخلاقه وي،همداراز د انسان بریالیتوب او وده ،هغه خوشالوي .په بله معنا،هغه څه چې  خپل ځان  ته ئې خوښوي،د تالپاره ئې هم خوښوي او هغه څه چې  د ځان لپاره  ئې نه وغواړي،نو د تا لپاره ئې هم نه خوښوي . د ښه دوست بله ځانګړنه  داده چې  له خپلې کورنۍ سره ښې  او مناسبتې اړیکې لري  او  رحم نه غوڅوي ، همداراز  له عیب لټونکو  دوستانو سره له دوستۍ هم لیرې اوسي .عیب لټونکي انسانان  یوازې د نورو په کمزورو ټکو پسې وي،دوي  په دوستۍ کې په پرله پسې او  بیا بیا  نیمګړتیاؤ او شکونو په لټولو پسې،په انسان کې په نفس  اعتماد کموي  او  دهغه لپاره سرخوږي رامینځةکوي .

له بد کارو او بداخلاقو سره دوستي هم منع شوي ده .حضرت امام علی علیه السلام  په دې باب فرمائي؛د بدکارو د دوستیو رشته،له بل  دوست څخه لا زر له مینځّه ځي .

 د ښه دوست یوه بله ځانګړنه  داده چې دخداي دښمن او شیطان پرست نه وي . دغه کسانو باندې دخداي غضب نازلیږ او انسان هلاکت ته رسوي او له دنیوي  او ا خروي  نیکمرغۍ ئې لیرې ساتي .

=   دوستانو په روایتونو کې راغلي  دي  چې ښه رفیق او دوست،تر ټولو ښه فامیل یا د کورنۍ غړی دی . اوس که  غواړئ،خپل  دوستان لا ښه وپيژنئ  او ووینئ  چې آیا  واقعي دسوتان دي اوکه  نه ، دغه څو موردونه امتحان کړئ.

لومړی دا چې،ووینئ،د بې وځلۍ اوبې نیازۍ په وخت،د هغه دوستي بدلیږي او که نه،دعصبانیّت یا غوسه کیدا په وخت،بد رد وائي او کنه،یا په ځان کنټرول ساتي .په سختیو کې له انسان سره مرسته کوي او که یوازې ئې پریږدي .  حضرت امام عی علیه السلام  په یوه ځاي کې فرمائي ؛ دوستان په سختیو کې امتحانیږي :::: 

مسافرت هم د دوستانو معیار په ښه ډول رابرسیره کوي.د سفر په وخت کړاؤنه،سختیانې او خوشالۍراڅرګندیږي او په سفر کې ده چې له ځانه تیریدا او ځان منامي  له زیاته راڅرګندیږي . ښه دوست هغه څوک دی،چې  تل له  انسان سره صادق  وي  او هیڅکله دوکه نه ورکوي .پلمې نه لټوي ، له انسان سره دروغ نه وائي ،ځکه  دروغ وئيل  د دوستۍ کړۍ ډيره زر  له مینځه وړي .

حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمائي ،دوستي یولړ شرطونه لري  او که دغه درست شرطونه په چا کې نه وي ، نو  هغه بشپړ دوست نه شمیرل کیږي  او که په چا کې دغه یو شرط هم نه وي ، نو  هیڅکله  هم په هیڅ یوې سوئې ورسره دوستي مه کوئ ، لومړی شرط دا چې ،  پټ اوښکاره ئې  دتا لپاره یو وي،دوهم دا چې،د تا ښه والی خپل ښه والی وګڼي او د تا لالهاندي او سربدالي،خپله لالهاندي او کړاؤ وګڼي ،دریم دا چې،شتمني او مقام د هغه ورحیّه بدله نه کړي .څلورم دا،له هغه  څه چې د هغه په توانمنۍ کې چې څه وي ، له تائې  ونه غړوي . پنځم دا چې د زمانې په سختو کې دې یوازې پرې نه ږدي.

البته دا نسبي شرطونه دي،او ممکنه ده څوک داسې پيدا نه کړائ شي،چې  دغه ټول شرطونه اوصفتونه پکې د  کمال تر حده  موجود وي .له دې امله  د ځان د شرا ئطو او دنورو لومړیتوبنو په نظر کې په نیولو سره،باید پخپلو  دوستانو کې دغه خصوصیات ولټوو. انسان هم باید پخپله هڅه وکړي،څو د خپلو دوستانو لپاره  هم یو واقعي دوست ووسي .همداراز که داسې   دوست لري ، چې ځیني ښه خصلتونه او خویونه نه لري ، نو هڅه وکړي  چې له هغه سره د یوې ریښتیني هیندارې  په څير ووسي  او  په نیکۍ  او خپلې خولې  سره  د خپل دوست عیبونه  هغه پخپله وروښئ او د خپل دوست د ودې اولوړاوي لپاره  هڅه وکړئ . 

              دوستانو په پاي کې باید ووئيل شي ، چې ښه او نیک خلک  له نیک سیرته انسانانو سره مینه او عشق وکړي  او له هغوي سره د دوستۍ  په لټون کې شي.  نیک سیرته انسانان ،ګواکې د ګلانو د بوئ په ښان دي ،  خبرې ئې خوږې ، مرام او اخلاق ئې مهربان  او د نیک او ښه خوي څښتن وي ، له دغه شان دوستانو سره  دوستي  د ودې لوړتیا او کمال ته درسیدو لامل کیږي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************