روسیې د اټومي اژانس پریکړه لیک بې اغیزې وباله
Jun 19, 2020 10:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د ایران پرضد پریکړه لیک بې اغیزې وباله .
هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک په تصویبولو کښې د دریو (۳) اروپايي هیوادونو د اقدام په بې اغیزې بللو سره له ایران سره د اټومي اژانس د خبرواترو او د ملګرتیا غوښتنه وکړه .
اولیانوف دغه پریکړه لیک ته د چین او د روسیې منفي رایو ته په اشارې سره ټینګار وکړ مونږ باوري یوو چې دغه پریکړه لیک غیر رغنده کیدلای شي او اړتیا شته چې ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له کوم ځنډ پرته دغه مشکل حل کړي .
ټیګونه