روسیې د اټومي اژانس پریکړه لیک بې اغیزې وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90864-روسیې_د_اټومي_اژانس_پریکړه_لیک_بې_اغیزې_وباله
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د ایران پرضد پریکړه لیک بې اغیزې وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2020 10:49 Asia/Kabul
  • روسیې د اټومي اژانس پریکړه لیک بې اغیزې وباله

زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د ایران پرضد پریکړه لیک بې اغیزې وباله .

هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک په تصویبولو کښې د دریو (۳) اروپايي هیوادونو د اقدام په بې اغیزې بللو سره له ایران سره د اټومي اژانس د خبرواترو او د  ملګرتیا غوښتنه وکړه .

اولیانوف دغه پریکړه لیک ته د چین او د روسیې منفي رایو ته په اشارې سره ټینګار وکړ  مونږ باوري یوو چې دغه پریکړه لیک غیر رغنده کیدلای شي او اړتیا شته چې ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له کوم ځنډ پرته دغه مشکل حل کړي .