ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۳-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله يې وليکل: اروپائي ټرائيکا ایران ته د وعظ اونصحیت کولوپه حدکښې نه ده.
د اسلامی ایران خارجه وزیر بیګا پخپل ټولنیز پيغام کې د امریکا له ایراني ضد اقداماتو سره د جرمنیانو فرانسویانو او انګریزانو په ملګرتیا سختې نیوکې کړي دي .
محمد جواد ظریف د دريو اروپائي هیوادونو یا اروپائي ټرائيکا په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د خپلو ژمنتیاؤ په ترسره کیدا کې د دوي پر بې وسۍ په سختو نیوکو سره ، دوي د امریکا د ولسمشر او د صهیونیسټ رژيم ملګري بللي او ټينګار ئې کړی دے ، اروپائي ټرائيکا په هغه ځائيګي کښې نه ده چې ایران ته وعظ او نصیحت وکړي . او باید پخپلو ژمنو دې عمل ته غاړه کیږدي .
د يادونې ده چې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آ ژانس واکمنې شورا پرون د انګلستان ،فرانسې او جرمني په دباؤنو سره دایران په ضد سیاسی پریکړه لیک تصویب کړے دے.
--------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير په حوالې سره وليکل: رومانیا دې د ایران د منصوري دمړینې دقیق علت اعلان کړي.
ایران دخارجه وزارت ویندوي عباس موسوي پرون ناوخته په رومانیا کې د د ایران دیوه اقتصادي تورن او تښتیدلي قاضي منصوري د مړینې په اړه د خبر په تائيدولو سره چې وئيل کیږي په رومانیا کې ئې دهوټل له کړکي ځان غورځولې او خودکشي ئې کړې ده ، تائيد کړې او وئيلي ئې دي ، ایران د رومانیا له خوا د دغې پيښې د علت د رسمي راپور په تمه دی.
--------
د تهران چاپ يوې بلې کېهان ورځپاڼې په نړيوالو چارو کښې د اسلامي شورا د جرګې د مشر د مرستيال له قولهوليکل: ځینې اروپايي هیوادونه، د امریکې اصلي ټهیکداران دي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال حسین امیرعبداللهیان وویل: انګلیس، فرانس او جرمني اروپایي هیوادونه باید له ایراني ولس بښنه وغواړي چې دوي د امریکې د یو اړخیزه بندیزونو او د دغه هیواد له برجام څخه وتلو په مقابل کښې د مخنیوي لپاره کوم رول نه دی لوبولی او دوي په بې عمله او بیکاره خبرو راضي شوې دي.
امیر عبداللهیان زیاته کړه: د ایټمي انرژۍ په نړیوال سازمان کښې د دریو هیوادونو د ایران په خلاف اقدام یو ځلې بیا په نښه کړه چې د امریکې او اروپا په عمل کښې توپیر نشته ځکه چې ځینې اروپایي هیوادونه د امریکې اصلي ټهیکداران دي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال ټینګار وکړ: تهران هیله لري تر څو اروپا به د امریکې د سپکاوونکي چلند په مقابل کښې رغنده چلند وکړي.
------
دا هم د پاکستان چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې جنګ ورځپاڼه ده، دغه ورځپانې وليکل: په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو شمېر ورځ په ورځ په زياتېدو دے او د پروني اعداد و شمال له مخې د يو سل درې دېرش نورو مړو په اعلانېدو سره تر پرونه پورې د ټولو مړو شمېر يو زر دوه سوه پينځه شپېتو ته اورسېد. همدارنګ د پينځه زره پينځه سوه اوه شپېتو نوو بیمارانو په ورزياتېدو سره د ټولو بيمارانو شمېر يو لک اته شپېته زره اوه سوه شپږ پنځوس تنو ته اورسېد.
ور ځپاڼې همدارنګ ليکلي دي: صبا نه په جزوي توګه پروازونو لپاره د پاکستان فضائي حدود پرانېستل کيږي چې مقصد ئې بهرملکونو کښې ميشته پاکستانيانو ته سهولت ورکول دي،د وزيراعظم عمران خان د يوټوئټ له مخې: هغه هېواد ته واپس راتلونکي پاکستانيانوته د حکومت لخوا هر ممکن سهولت ورکولو باور هم ورکړېدے
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې کورونا وبا له وجې بهرملکونو کښې ميشته پاکستانيانو ته ډير نقصان رسيدلي دے ولې هغوي په دې مشکل وخت کښې هم د صبر او حوصلې نه کار اخستې په کوم چې مونږ فخر کوو.
----
د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا ليکل: د دغه هېواد د پښتونخوا صوبې حکومت صوبائي بجټ اعلان کړ، په دغه بجټ کښې نه يوازې نوي ټېکسونه ونه لګېدل بلکه په شتو ټېکسونو کښې هم له پنځوس فيصدونه د زيات کمي اعلان اوشو. په بجټ کښې د مرکزي حکومت د بجټ په شان د سرکاري ملازمانو او پينشنيانو په تنخواګانو کښې هيڅ اضافه ونه شوه.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخېد دغه هېواد حکومت پاکستان او افغانستان ترمېنځ پوله د جون له دويشتمې نه د تجارت لپاره پرانېستلو فيصله کړې، په هفته کښې به شپږ ورځې طورخم، چمن او غلام بارډر خلاص ساتلې شي، د پاکستان داخله وزارت په دې لړ کښې نوټيفکيشن جاري کړے دے.
په نوټيفکيشن کښې وئيلې شوي چې افغان ټرانزټ سره به دوه اړخيزه تجارت هم بحال کولې شې، سرحدي تجارت په دوران کښې به ټرکونو په شميره هيڅ بنديز نه وي، د هفته په ورځې به د پياده خلقو تګ راتګ وي او په دغه ورځ به تجارتي تګ راتګ باندې بنديز وي.
---------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې، کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د سولې هلو ځلو او په حکومت د فساد په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، باید پرېنږدو چې د سولې پروسه له ماتې سره مخ شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو لپاره هلې ځلې زیاتې شوي او تر ټولو هیله بخښونکې مسئله دا ګڼل شوې چې یو شمېر حکومتي او طالب څېرو یو بل سره ناستې لرلې څو مقدماتي مسایلو ته لار هواره شي.
د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې بین الافغاني خبرو اترو لپاره تقریباً هر څه چمتو شوي او مذاکره کوونکی پلاوی هم ټاکل شوی او په څلورو ګروپونو به له طالبانو سره د جمهوریت په حوزه کې خبرو ته کېني خو په باور یې یوازې دلته اوس سیاسي اجماع اړينه ده.
هشت صبح لیکلي، حقیقت دا دی چې افغانستان تر دې مهاله کله هم د جګړې پای ته رانږدې شوی نه دی او اوس چې هر څه چمتو دي اړتیا ده چې د جګړې ښکېلې لوري له هر څه وړاندې افغانستان، خلکو او ګډو ارزښتونو ته پام وکړي او پلاوي باید د ګاونډیو هېوادونو او نورو هېوادونو د ګټو پر ځای د هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
---------
هېواد ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکي، سره له دې، چې د سولې لپاره مناسب وخت دى او په دې اړه هم کورنۍ او هم نړیواله اجماع را منځه شوې، خو لا هم د سولې په مخ کې خنډونه شته!
د سرمقاله لیکوونکي په وینا، نه پوهېږو چې په دوحه کې به د سولې لپاره لومړۍ بین الافغانی غونډه څه وخت جوړه شي، خو تر فشار لاندې طالبان به بیا هم د دغو لوریو په استازیتوب هڅه کوی، ځکه دې ډلې له امریکا سره په دوحه کې په دې اړه ۱۸میاشتې خبرې وکړې،خو نه یې سوله وکړه او نه یې هم له امریکا سره تړون ته ژمنتیا په ډاګه کړه.
ورځپاڼې یې لامل دا ښودلی، چې طالبان خپلواک نه دي او د نورو په اشارو چليږي.
د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغانان غواړی دا جګړه پاى ته ورسېږی او موږ هیله لرو چې د بینالافغاني خبرو په پایله کې به داسې موافقه رامنځته شي، چې تاوتریخوالى پاى ته ورسېږی، انساني حقونه خوندي شي، قانون پر هر څه برلاسى وی او د ترهګرو خوندی ځایونه د تل لپاره له منځه لاړ شی.
--------
ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، مرکزي شوی سیستماتیک فساد او زموږ عایداتي ادارې!
وړاندې د تېرې اوونۍ په جریان کې د ولسمشر غني له لوري د مالیې وزارت تر شپېتو زیات لوړ رتبه مامورینو ممنوع الخروج ته په اشارې راغلي، دغه پرېکړه په ډاګه کوي چې په افغانستان کې دولتي ادارې او مؤسسې په سرعت خپل اهمیت له لاسه ورکوي او ځای يې د یو شخص فردي سلیقه او پرېکړې نیسي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، ولسمشر ظاهراً دا ټول د فساد سره په مبارزه کې د ده د ډېرې علاقې او وسواس پر اساس تر سره کوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو وروستی موقف په افغانستان کې د فساد د زیاتېدو او په دې برخه کې د حکومت د تعهداتو د نه عملي کېدو څخه پرده پورته کوي.
د سرمقالې په ورستۍ برخه کې راغلي، دې ټولو ته په کتو داسې ښکاري چې ارګ له عایداتي منابعو او پولي ادارو سره خاصه علاقمندي لري او دغې علاقمندۍ په هېواد کې فساد ته یوه نوې بڼه ورکړې ده.
--------