دریو اروپايي هیوادونو په امریکا اړوندوالی وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90997-دریو_اروپايي_هیوادونو_په_امریکا_اړوندوالی_وښود
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د سیاسي او د ستراتيژیکو څیړنو د انسټي ټیوټ مشر ولادیمیر زاخاروف ټینګار وکړ انګلستان ، فرانسې او جرمني د ایران پرضد د امریکا د سیاستونو په پیروۍ سره یوځل بیا له واشنګټن سره خپل سیاسي اړوندوالی ښکاره کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2020 00:50 Asia/Kabul
  • دریو اروپايي هیوادونو په امریکا اړوندوالی وښود

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د سیاسي او د ستراتيژیکو څیړنو د انسټي ټیوټ مشر ولادیمیر زاخاروف ټینګار وکړ انګلستان ، فرانسې او جرمني د ایران پرضد د امریکا د سیاستونو په پیروۍ سره یوځل بیا له واشنګټن سره خپل سیاسي اړوندوالی ښکاره کړ .

هغه پرون وویل بریتانیا ، جرمني او فرانسې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په وروستۍ غونډې کښې د امریکا د ایران ضده سیاستونو پیروۍ وکړه .

زاخاروف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې په خپلو اروپايي متحدانو باندې د امریکا د دباو راوستلو او د واشنګټن د دغو دباونو په وړاندې د اروپا د دریو هیوادونو انګلستان ، فرانسې او دجرمني تسلیمیدا ته په اشارې سره وویل ایران پرضد د پریکړه لیک صادریدل خپلو سیاسي هدفونو ته د رسیدا لپاره له نړیوالو موسسو څخه د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د ناوړه استفادې کولو نښه ده .