هېڅ تضمین نشته چې د کورونا وېروس واکسین به جوړ شي
Jun 26, 2020 00:27 Asia/Kabul
زمونږ د خبریال د راپور پراساس د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس غیبریسوس(Tedros-Adhanom-Ghebreyesus) وايي داسې هیڅ تضمین نه شته چې ساینسپوهان به د کوویډ - ۱۹ مخنیوي لپاره ګټور واکسین چمتو کړي.
د اروپايي پارلمان روغتیايي کمېټې ته په وینا کې ټیډروس غیبریسوس وویل که واکسین چمتو هم شي ښايي یو(1) کاله پورې وخت واخلي چې د ټولو لاسرسی ورته شونی کېږي.
د ویډیويي کنفرانس له لارې غونډې ته وینا کې نوموړي وویل:
''یقیناً دا به ډېره ګرانه وي، چې په باور سره ووایو چې موږ به یو(1) واکیسن ولرو.
په نړۍ کې دا مهال نژدې ۱۰۰ ځایه د واکسین چمتو کولو لپاره تجربې کېږي. ''
په ټوله دنیا کښې په کورونا ویروس په میلیونونو کسان ککړ شوي دي او دغه ناروغۍ هماغه راز په زیاتیدا ده .
ټیګونه