هېڅ تضمین نشته چې د کورونا وېروس واکسین به جوړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91046-هېڅ_تضمین_نشته_چې_د_کورونا_وېروس_واکسین_به_جوړ_شي
زمونږ د خبریال د راپور پراساس د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس غیبریسوس(Tedros-Adhanom-Ghebreyesus) وايي داسې هیڅ تضمین نه شته چې ساینسپوهان به د کوویډ - ۱۹ مخنیوي لپاره ګټور واکسین چمتو کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2020 00:27 Asia/Kabul
  • هېڅ تضمین نشته چې د کورونا وېروس واکسین به جوړ شي

زمونږ د خبریال د راپور پراساس د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس غیبریسوس(Tedros-Adhanom-Ghebreyesus) وايي داسې هیڅ تضمین نه شته چې ساینسپوهان به د کوویډ - ۱۹ مخنیوي لپاره ګټور واکسین چمتو کړي.

د اروپايي پارلمان روغتیايي کمېټې ته په وینا کې ټیډروس غیبریسوس وویل که واکسین چمتو هم شي ښايي یو(1) کاله پورې وخت واخلي چې د ټولو لاسرسی ورته شونی کېږي.

د ویډیويي کنفرانس له لارې غونډې ته وینا کې نوموړي وویل:

''یقیناً دا به ډېره ګرانه وي، چې په باور سره ووایو چې موږ به یو(1) واکیسن ولرو.

 په نړۍ کې دا مهال نژدې ۱۰۰ ځایه د واکسین چمتو کولو لپاره تجربې کېږي. ''

په ټوله دنیا کښې په کورونا ویروس په میلیونونو کسان ککړ شوي دي او دغه ناروغۍ هماغه راز په زیاتیدا ده .