کانګرس د روسیې پرضد د ادعا په هکله غور وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91141-کانګرس_د_روسیې_پرضد_د_ادعا_په_هکله_غور_وکړي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د نبراسکا( Nebraska) ایالت د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړي سناتور بنجامین ایریک سیس (Benjamin Eric Sasse) په ولسي جرګې کانګرس غږ وکړ چې په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو پرضد د روسیې له ادعا وړ دسیسې څخه د ولسمشر ټرمپ د خبرتیا په څرنګوالي غور وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2020 05:27 Asia/Kabul
  • کانګرس د روسیې پرضد د ادعا په هکله غور وکړي

زمونږ خبریال وايي د امریکا د نبراسکا( Nebraska) ایالت د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړي سناتور بنجامین ایریک سیس (Benjamin Eric Sasse) په ولسي جرګې کانګرس غږ وکړ چې په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو پرضد د روسیې له ادعا وړ دسیسې څخه د ولسمشر ټرمپ د خبرتیا په څرنګوالي غور وکړي .

هغه پرون ټینګار وکړ د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د  وروستي راپور په هکله چې ویلي وو د روسیې اسختباراتي ادارې ایف ایس بي (FSB) په افغانستان کښې د امریکا په عسکرو باندې د حملې لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي باید د ولسي جرګې کانګرس لخوا غور وشي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تیرې جمعې ورځې یوه (۱) راپور کښې ادعا وکړه چې د روسیې د پوځ د استخباراتو یوې (۱) ډلې طالبانو ډله په افغانستان کښې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړیوال ائتلاف د ځواکونو او د واشنګټن د پوځیانو وژلو ته هڅولي ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور چې ویلي وو دې په تیر میلادي کال کښې د روسیې په ملاتړ سره په افغانستان کښې د واشنګټن په عسکرو باندې د ادعا وړ حملو ته له اړونده راپورونو خبر کړی شوی دی دروغ بللی .

په امریکا کښې د روسیې سفارت په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځیانو د وژلو د پردې شاته د مغز متفکر په توګه د ماسکو د معرفي کولو لپاره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور بې اساسه تور وباله او هغه یې په کلکه رد کړ .

د روسیې ډیپلوماټانو هم وویل نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلې د غه ادعا د ثابتولو لپاره د هیڅ سند په نه لرلو سره د ماسکو پرضد چټي تور لګولی دی .